هند کې سترې محکمې څنګه پوهنتون ته د یوه زدکوونکي د تګ هیله پوره کړه؟

Amit Saini

د عکس سرچینه، Amit Saini

    • Author, نیاز فاروقي، امیت سیني
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

هرکال په هند کې میلیونونه زدکوونکي هڅه کوي، چې د هند ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ ای ای ټي (IIT) کې شامل شي.

په ټول هند کې ۲۳ د ای ای ټي کالجونه شته، چې په کې شاملېدل د بې شمېره هندي زدکوونکو یو خوب دی.

میلیونونه زدکوونکي د بریالیتوب لپاره وار له مخکې ښه چمتووالی نیسي.

هالته هر زدکوونکی د هند ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ ای ای ټي کې شاملېدو لپاره د ازموینې یوازې دوه چانسه لري.

سږ کال د هند له مظفر نگره ۱۸ کلن اتول کومار هم ازموینه ورکړه خو دا د نوموړي لپاره دویم او وروستی چانس و.

اتول ازموینې کې د بریا لپاره یوه نژدې ښار کې د وروسته پاتې او بې وزله کورنیو ماشومانو لپاره د زدکړو یوه وړیا مرکز کې نومولیکنه وکړه.

د جون په میاشت کې اتول کمار خبر شو، چې ازموینه کې بریالی شوی او د دهنباد ای ای ټي‌ کې د شاملېدو وړ دی نو له حده زیات خوشحاله شو.

خو د نوموړي مبارزه دلته پای ته ونه رسېده بلکې دا یې یوازې پیل و. د اتول کمار پر وړاندې بله ننګونه دا وه، چې د شاملېدو پیسې یا فیس باید انلاین ورکړي.

د کومار کورنۍ د دلت ټولنې پورې اړه لري، چې د هند د ذات په درجه بندۍ کې ټیټه درجه لري‌ او د دې هېواد یو له ډېرو محرومو وګړو دي.

د نوموړي‌ د کورنۍ لپاره ۱۷،۵۰۰ هندي روپۍ خورا ډېرې پیسې دي.

د اتول پلار راجیندر کمار یو مزدور کار دی، چې د ورځې ۴۵۰ هندي روپۍ ګټي.

خو له دې سره سره راجیندر ماتې ونه منله ځکه نوموړي ته د خپلو ماشومانو له زدکړو پرته بل هېڅ شی مهم نه و.

ښاغلی راجیندر وايي، چې له دې مخکې يې د خپل مشر زوى د زدکړې په خاطر خپل کور هم پلورلى و.

اتول

د اتول دوه مشران وروڼه هم لوړې زدکړې کوي یو یې د انجینیرۍ نامتو کالج کې زدکړې کوي او بل یې د مظفر نگر په یوه کالج کې د لیسانس سند ترلاسه کولو لپاره پر زدکړو بوخت دی.

راجیندر وايي، که اړتیا پیدا شي نو بیا به هم د خپل کور له پلورلو لاس وانخلي.

اتول کمار چې په ازموینه کې بریالی شو، پلار یې له یوه سیمه ییز پور ورکوونکي څخه مرسته وغوښته خو د فیس د سپارلو له نېټې یوازې دوه ساعته مخکې پور ورکوونکي د پیسو له ورکولو انکار وکړ.

راجیندر خپلو ملګرو مرسته وغوښته او ۱۴۰۰۰ هندۍ روپۍ یې ټولې کړې او پاتې ۳۵۰۰ روپۍ یې له خپلو سپمولو شویو پیسو ور اضافه کړې چې پوره فیس یې تحویل کړي.

هغه په چټکۍ سره پیسې د خپل مشر زوی بانکي حساب کې جمع کړې او اتول د کالج انلاین پاڼه کې د زدکوونکو پورټال دننه شو او د شاملېدو بهیر په بشپړولو لګیا شو.

په دې شېبه کې دوی له وخت سره په مقابله کې وو ځکه د په کالج کې د شاملیدلو خبر تائید لپاره یوازې درې دقیقې پاتې وې.

راجیندر وايي، چې هڅه یې کوله د څو دقیقې کار په درې دقیقو کې بشپړ کړي، خو په ورستیو شېبو کې انلاین پاڼې کار پرېښود او د اتول د شاملېدو چارې نیمګړې پاتې شوې.

دې کار دوی ټول دومره خواشینې کړل، چې ټولې کورنۍ تر ۲۴ ساعتونو نه څه وخوړل او نه یې څه وڅښل.

Wikimedia commons

د عکس سرچینه، Wikimedia commons

د عکس تشریح، ای‌ای‌ټي دھنباد

اتول چې کوم مرکز کې د ازموینې لپاره زدکړې کړې وې هغه مرکز له دهنباد کالج سره اړیکې ونیولې، خو بیا هم اتول په خبره چې کالج ورسره هېڅ مرسته ونه کړه.

له هغې وروسته د کمار کورنۍ بېلابېلو چارواکو ته ایمیلونه ولیکل محکمې ته یې هم مراجعه وکړه خو څه ونه شول.

اوس د دوی وروستۍ هیله د هند له سترې محکمې څخه وه.

د هند سترې محکمې د ای ای ټي‌ بمبي‌ څانګې ته د دلت یوه داسې زدکوونکي د شاملېدو حکم ورکړ، چې د مالي او تخنیکي ستونزو له امله په خپل وخت د شاملېدو فیس ور نه شوی کړی.

اتول او پلار یې له یوه داسې وکیل سره اړیکه ونیوله چې له دې مخکې هم د یوه بل زدکوونکي قضیه مخ ته وړې وه.

محکمه کې د دهنباد کالج دلیل دا و، چې اتول د ماسپښین ۳ دربجو پورې د شاملېدو انلاین پاڼه کې و یعنې تر وروستۍ شېبې یې هڅه نه وه کړې او زیاته یې کړه چې د چارو پوره کولو لپاره ورته څو پیغامه هم استول شوي وو.

محکمې له ای ای ټي وپوښتل چې ولې د اتول د شاملېدو دومره مخالفت کوي. د سترې محکمې په خبره که امکانات ورسره وای ښکاره ده چې په خپل وخت به یې د شاملېدو چارې بشپړې کړې وې.

په پای کې محکمې حکم وکړ چې دهنباد کالج دې د اتول لپاره یو اضافه څوکۍ برابره کړي. د هند لوی قاضي ډی وای چندرا چوړ د اتول د زدکړو لپاره یې نېکمرغي هیله وکړه.

"ښې چارې، ښه خواري کوه! "