تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مطیعالله ویسا ته د نامتو فلمي لوبغاړې او د بشري حقونو فعالې 'انجلینا جولي' لیک
د هالیووډ سینما مشهورې لوبغاړې او فلم جوړوونکې "انجلینا جولي" د طالبانو حکومت له زندان څخه د زدکړو د افغان فعال مطیع الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
اغلې جولي ښاغلي ویسا ته په لیک کې چې یوه کاپي یېبيسي ته هم رسېدلې، لیکلي هیله لري چې یوه ورځ کابل ته لاړه او د ښاغلي ویسا د قلملار بنسټ فعالیتونه له نږدې وګوري.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو مطیع الله ویسا کابو پنځه میاشتې وړاندې نیولی او لا هم په زندان کې دی.
بلخوا د ښاغلي ویسا د کورنۍ غړي وايي، د نوموړي دوسیه له کابله کندهار ته استول شوې او هیله من دي چې د طالبانو مشر یې ژر د خوشي کېدو امری وکړي.
انجلینا جولي کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ 'یواېناېچسيار' سفیره پاتې شوې او د بشري حقونو او بشردوستانه چارو فعاله هم ده.
هغې د قلم لار ټولنې بنسټګر مطیع الله ویسا ته په لیک کې د طالبانو له حکومت له زندانه د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
اغلې جولي په دغه لیک کې ښاغلی ویسا مخاطب کړی او ویلي یې دي، "زه د افغانستان د هغو خواخوږو له ډلې څخه یم چې ستاسو د نیول کېدو خبره ډېره حیرانه کړم."
نوموړې زیاته کړې "ستاسو په څېر زه هم د یوې داسې ورځې خوب وینم چې د افغانستان هر ماشوم وکولای شي ښوونځي او پوهنتون ته لاړ شي."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو مطیع الله ویسا کابو پنځه میاشتې وړاندې نیولی لا هم په زندان کې دی.
د طالبانو حکومت چارواکي د هغه د نیول کېدو په اړه ډېر جزیات نه ورکوي خو ویلي یې دي چې هغه ګواکې خپلسري کارونه کول او د نظام پر ضد یې خلک هڅول.
بلخوا د مطیع الله ویسا ورور او د قلملار ټولنې غړي عطاالله ویسا بيبيسي ته ویلي "پر هغه چې کوم تورونه لګول شوي وو بې بنسټه دي."
نوموړي زیاته کړې "موږ ته ویل شوي چې د هغه دوسیه کندهار کې لویې رهبرۍ ته تللې، خپله شیخ صیب [مولوي هبتالله اخوندزاده] پر دې باندې خبر شوی دی. هغه یو شمېر ادارو ته امر کړی چې په دې قضیه کې له عدالته کار واخلي."
عطاالله ویسا زیاتوي چې دوی د طالبانو مشر ته جرګه ورلېږلې او دا چې ګواکې دې جرګې نوموړي ته د مطیعالله ویسا د کړنو په اړه په تفصل مالومات ورکړي دي.
هغه وویل "موږ تر ډېره مطمین یو چې هغه به خوشې کېږي. له ځینو ادرسونو څخه چې موږ خبرېږو، قضیه ښې خوا ته روانه ده."
د اغلې جولي لیک کې نور څه دي؟
د هالیووډ سینما لوبغاړې انجلینا جولي مطیع الله ویسا ته په لیک کې ویلي، "ما ته تر اوسه دا چانس نه دی برابر شوی چي تاسې له نږدي وګورم - خو زه هیله لرم چي په نږدې راتلونکې کې دې وګورم او د افغان ماشومانو د وړتیا وو په ترلاسه کولو کې ګډ کار وکړو."
هغې لیکلي "تاسو هېر شوي نه یاست او توره شپه په رڼا پای مومي."
د مطیع الله ویسا نیول کېدو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه را پارولي او بېلابېلو خواو د هغه د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې ده
د قلم لار ټولنې له ۲۰۰۹ کال تر راهیسې د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې پر ماشومانو او لویانو ۱۳۰ زره ټوکه د بېلابېلو منځپانګو لرونکي کتابونه وېشلي او په کندهار او اروزګان ولایتونو کې یې د کمپیوټر زدکړې درې مرکزونه هم جوړ کړي دي.
مطیع الله ویسا پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د ۲۰ ولایتونو بېلابېلو ولسوالیو ته د ښوونیز کمپاین لپاره سفرونه کړي و.