تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مطیعالله وسیا د بند ۱۱۵ ورځې؛ قلم لار ټولنې یې یو ځل بیا له طالبانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې
- Author, سیدولي ناصر
- دنده, بيبيسي
- د خپرېدو وخت
د قلم لار ټولنه وايي د طالبانو حکومت په زندان کې د خپل بنسټ ایښودونکي مطیع الله ویسا د وضعیت او برخلیک په اړه 'ډېر اندېښمن' دي.
د دغه بنسټ ادارې او رضاکارانو یوه رسنیزه اعلامیه کې غوښتنه کړې، چې ښاغلی ویسا دې ژر تر ژره خوشې شي.
دغه بنسټ وايي، ښاغلي ویسا د طالبانو حکومت امنیتي ادارو له خوا د "بې بنسټونو تورونو" په اساس نیول شوی دی.
مطیعالله ویسا له تېرې یوې لسیزې زیاته موده د ګڼ شمېر نورو رضاکارو په ملتیا د افغانستان لروبر د زدکړو لپاره کمپاین کاوه.
د طالبانو حکومت هغه د تېرې مارچ میاشتې وروستیو کې په دې تور ونیو چې ګواکې "خپلسري فعالیتونه" او د دوی "د نظام ضد پارونې" یې کولې.
خو د قلم لار ټولنې خپله رسنیزه اعلامیه کې ویلي چې مطیعالله وسیا کومه سیاسي موخه نه لرله او د کومې سیاسي ډلې غړی هم نه دی.
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان به ګډون په کور دننه او بهر بېلابېلو خواو د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د قلم لار ټولنې ادارې دوشنبه یوه اعلامیه کې ویلي مطیع الله ویسا له ۱۱۴ ورځو راهیسې په بند کې دی خو تر اوسه د هغه "د قضیې په اړه هېڅ روښانتیا نشته" او دا چې د نوموړي د وضعیت په اړه هم ورسره هېڅ مالومات نه دي شریک شوي.
له دې سره د مطیع الله ویسا ورور او د قلم لار ټولنې غړی عطاالله ویسا بيبيسي سره خبرو کې ویلي "پر مشرانو غږ کوم چې له عدالته کار واخلي... موږ د عدالت طرفداران یو."
د قلم لار ټولنې غړې مرضیه حفیظي هم وايي، په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غواړي، چې د ښاغلي ویسا برخلیک مالوم کړي.
هغه وايي په دې موده کې په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
د قلم لار ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، په دا وروستیو کې د مطیع الله ویسا دوسیه د طالبانو د استخباراتو له ادارې د دوی د حکومت کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو څانګې ته لېږدول شوې ده.
خو د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله ټوېټر پاڼه د کورنیو چارو وزارت ته د ښاغلي ویسا د دوسیې د لېږدولو خبر بې بنسټه بللی دی.
د یادونې ده چې مطیع الله ویسا تر نیول کېدو لږ څه وړاندې له یو شمېر نړیوالو استازو سره کابل کې لیدلي وو او په افغانستان کې يې د نجونو د زدکړو او د طالبانو له خوا د نجونو پر زدکړې د لګول شویو بندیزونو په اړه خبرې کړې وې.
هغه داسې مهال د طالبانو د امنیتي ادارو له خوا ونیول شو چې جنیوا کې یې په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون چمتووالی کاوه.
طالبانو د مطیع الله ویسا د نیونې د لامل په دې اړه ډېر تفصیل نه دی ورکړی، چې د هغه قضیه چېرته رسېدلې ده.