کریمیا ټاپو وزمه کې چاودنې؛ کیېف وايي د روسیې توغندي پکې له منځه تللي

د عکس سرچینه، SASHAKOTS/TWITTER
د اوکرایین دفاع وزارت وایي روسیې لخوا د نیول شوې کرایمیا ټاپو وزمې شمال کې چاودنې، یو شمېر روسي توغندي چې یوه اورګاډې کې لېږدول کېدل، لمنځه وړي دي.
کیېف که څه هم د دغو چاودنو خبر وکړی، خو د معمول په څېر یې په زغرده نه دي ویلي، چې دوی دې دغه برید کې ښکېل وي.
د اوکرایین دفاع وزارت یوه اعلامیه کې ویلي "دا [چاودنې] د روسیې د غیر پوځي کېدو پروسې ته دوام ورکوي او د اوکرایین کرایمیا ټاپو وزمه له اشغاله خلاصېدو ته چمتو کوي."
که دې پېښه کې د کیېف ښکېلتیا تایید شي، نو دا به روسیې لخوا له ۲۰۱۴ کال راهیسې دې لاندې شوې سیمه کې د اوکراییني ځواکونو کمساری برید وي.
اوکراییني چارواکو ویلي، ټاکلې وه دې پېښه کې لمنځه تللي توغندي، توره بحیره کې د روسیې جنګي بېړیو لخوا وکارول شي.
د روسیې لخوا ژانکوی ښار لپاره ګومارل شوي مشر 'ایهور ایوین' ویلي چې دې سیمه کې د ډرون الوتکو برید شوی دی.
هغه د یوه ۳۳ کلن سړي د ټپي کېدو خبر هم ورکړی.
نوموړي ویلي دا سړی د یوې ویشتل شوې ډرون الوتکې په چره لګېدلی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ځايي رسنیو د ښاغلي ایوین له خولې لیکلي چې څو ودانیو اور اخیستی او یوه برېښنا کوټ ته هم زیان اوښتی.
خو هغه د کوم پوځي هدف د زیانمنېدو یادونه نه ده کړې.
روسیې وروستی ځل د ۲۰۲۲ کال اوکتوبر کې اوکرایین تورن کړی و چې د کرایمیا بندري ښار سېواستوپول کې یې د دوی د تورې بحیري پر جنګي بېړیو د ډرون برید کړی.
مسکو هغه مهال ویلي و چې دغه برید کې ۹ بې پیلوټه الوتکې کارول شوې او یوې جنګي بېړۍ ته یې زیان اړولی.
کیېف د هغه برید مسوولیت نه و منلی.





















