کریمیا ټاپو وزمه کې چاودنې؛ کیېف وايي د روسیې توغندي پکې له منځه تللي

د خپرېدو وخت

د اوکرایین دفاع وزارت وایي‌ روسیې لخوا د نیول شوې کرایمیا ټاپو وزمې شمال کې چاودنې،‌ یو شمېر روسي توغندي چې یوه اورګاډې کې لېږدول کېدل، لمنځه وړي دي.‌

کیېف که څه هم د دغو چاودنو خبر وکړی، خو د معمول په څېر یې په زغرده نه دي ویلي، چې دوی دې دغه برید کې ښکېل وي.

د اوکرایین دفاع وزارت یوه اعلامیه کې ویلي "دا [چاودنې] د روسیې د غیر پوځي کېدو پروسې ته دوام ورکوي او د اوکرایین کرایمیا ټاپو وزمه له اشغاله خلاصېدو ته چمتو کوي."

که دې پېښه کې د کیېف ښکېلتیا تایید شي، نو دا به روسیې لخوا له ۲۰۱۴ کال راهیسې دې لاندې شوې سیمه کې د اوکراییني ځواکونو کمساری برید وي.

اوکراییني چارواکو ویلي، ټاکلې وه دې پېښه کې لمنځه تللي توغندي، توره بحیره کې د روسیې جنګي بېړیو لخوا وکارول شي.

د روسیې لخوا ژانکوی ښار لپاره ګومارل شوي مشر 'ایهور ایوین' ویلي چې دې سیمه کې د ډرون الوتکو برید شوی دی.

هغه د یوه ۳۳ کلن سړي د ټپي کېدو خبر هم ورکړی.‌

نوموړي ویلي دا سړی د یوې ویشتل شوې ډرون الوتکې په چره لګېدلی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

ځايي رسنیو د ښاغلي ایوین له خولې لیکلي چې څو ودانیو اور اخیستی او یوه برېښنا کوټ ته هم زیان اوښتی.

خو هغه د کوم پوځي هدف د زیانمنېدو یادونه نه ده کړې.

روسیې وروستی ځل د ۲۰۲۲ کال اوکتوبر کې اوکرایین تورن کړی و چې د کرایمیا بندري ښار سېواستوپول کې یې د دوی د تورې بحیري پر جنګي بېړیو د ډرون برید کړی.

مسکو هغه مهال ویلي و چې دغه برید کې ۹ بې پیلوټه الوتکې کارول شوې او یوې جنګي بېړۍ ته یې زیان اړولی.‌

کیېف د هغه برید مسوولیت نه و منلی.