د کوسوو د ولسمشرۍ زړورتیا جایزه افغان ښځو ته ورکړل شوې

EE

د عکس سرچینه، vJOSA OSMANI

د خپرېدو وخت

د کوسوو ولسمشرې ویوسا عثماني "د کوسوو ولسمشرۍ جایزه" دوو افغانو ښځو ته ډالۍ کړه.

نن دوشنبه د اپرېل پر ۱۵مه د "ښځو امنیت او سولې فورم" په نوم جوړه شوې غونډه کې دا جایزه د افغان ښځو د زړورتیا د ستاینې په نامه شوې ده.

د "ښځو امنیت او سوله" یو نړیوال فورم دی چې د نړۍ په کچه مهمې او اغېزناکې ښځې وربلل کېږي.

غونډه کې د افغانستان د بشر حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په ګډون یو شمېر افغانو ښځو هم ګډون کړی وو.

په غونډه کې ولسمشرې ویوسا عثماني د عارفه فاطمي او مدینه دروازي په نامه د ښځو حقونو دوو فعالانو ته د افغان ښځو په استازیتوب مډالونه ورکړل.

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ
ایا له Facebook نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Facebook پای

د کوسوو ولسمشرې غونډې ته د خبرو پر مهال د افغان ښځو د زړورتیا ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې په سختو شرایطو کې به یې تر څنګ درېږي او ملاتړ یې کوي.

آغلې عثماني ویلي: "مونږ دلته د هغو افغانو ښځو د زړورتیا د ستایلو لپاره سره راټول شوي یوو، چې په ډېرو سختو حالاتو کې بیا هم د خپلو حقونو لپاره ولاړې دي او ماتې نه مني."

نوموړې زیاته کړې، د ویاړ ځای دی چې دا مډالونه هغو کسانو ته ډالۍ کوي چې د خپل هېواد او خلکو د روښانه راتلونکي لپاره هلې ځلې او مبارزه کوي.

نوموړې افغانستان کې پر جنسیتي برابرۍ ټینګار کړي او ویلي یې دي: "افغانو ښځو په سختو شرایطو کې نه یوازې له زغم کار اخیستي، بلکه دې برخه کې د مبارزې رهبري کوي، په دې لار کې به د کوسوو خلک تل ستاسې تر څنګ وي."

OSMANI

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د بشر حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ یاد کړې او ویلي یې دي، هغه هېواد چې د ښځو حقونه پکې خوندي نه وي او ښځې پکې له صحنې ایستل کېږي "افراطي هېواد دی."

نوموړې ویلي چې نړۍ ته باید دا هر څه "عادي" او د "منلو" نه وي.

آغلې امیري پر نړیوالو غږ کړی، چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب برخه کې له هر ډول ممکنه فرصت او سرچیني کار واخلي: "لسیزې کېږي چې افغانې ښځې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي. په شلو کلونو کې دوی په لوړو دولتي موقفونو کې وې. وکیلانې وې، ژورنالیستانې وې اقتصاد برخه کې یې په پراخه کچه ونډه لرله، خو دا هر څه په یوه شپه کې د طالبانو له خوا ترې واخیستل شول."

RINA AMIRI

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړې ویلي، که نړۍ د افغان ښځو د حقونو ملاتړ و نه کړي پر سیمه او نړۍ اغېز لرلی شي.

د زن تایمز رسنۍ مسوول مدیرې زهرا نادر هم چې دغه فورم ته وربلل شوې وه ویلي، افغانستان کې د جنسيت پر بنسټ د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی.

نوموړې زیاته کړې، تر هغې چې طالبان په واک کې وي د افغان ښځو او خلکو ازادۍ او د بشر د حقونو د خوندیتوب هېڅ هیله نشته.

"دې فورم ته له افغانستانه رابلل شوي پلاوي کې ځینې ښځې وې چې طالبانو ورته له محرم پرته د سفر اجازه نه ده ورکړې، ښځې خپلواکي نه لري، دوی یوازې هغه وخت چېرې تللی شي چې محرم په نامه ژوند کې یو سړی ولري. طالبانو د ښځو د ملاتړ ټول بنسټونه له منځه وړي دي."

WOMEN

د عکس سرچینه، @JOSEPBORRELLF

سره له دې چې په وروستیو کې افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د وضعیت په اړه د لوېدیځو چارواکو دریځ سخت شوی بلل کېږي، خو د طالبانو په دریځ کې لا هم هېڅ مثبت بدلون نه دی راغلی.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بوریل د روان کال مارچ میاشت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کلنۍ غونډه کې د اروپايي ټولنې او ملګر ملتونو د همکارۍ په اړه خبرې کولې، ویلي و په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید شته او په وینا یې "دا وضعیت د زغم وړ نه دی."

د تېرې نومبر میاشتې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په کتو ویلي وو، جنسيتي اپارتاید یا د جنسيت له مخې سیستماتیک توپیري چلند باید د بشریت ضد جنایت وبلل شي.