له نګورنو قره‌باغ نږدې ټول ارمني‌ توکمه تښتېدلي دي

د خپرېدو وخت

د ارمنستان چارواکي وايي چې د اذربایجان تر کلابندۍ را وروسته له نګورنو قره‌باغ سیمې تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان تښتېدلي دي.

دا په دې مانا ده چې د دې سیمې نږدې ټول ارمني توکمه اوسېدونکي اوس له دې ځایه وتلي.

اذربایجان که څه هم وايي چې د دغو لوړو له ټولو اوسېدونکو سره ورته او برابر چلند کېږي، خو د ارمنستان د حکومت ویاند دا 'دروغ' بللي.

نګورنو قره‌باغ رسمآ د اذربایجان د خاورې برخه ده، خو له څو لسیزو راهیسې د ځايي ارمنیانو لخوا اداره کېږي.‌

ارمنستان او روسیه د سویلي قفقاز د دې غرنۍ سیمې د ځايي ارمنیانو ملاتړ کوي.

د اذربایجاني ځواکونو لخوا د دې سیمې د نیول کېدو په عملیاتو کې لږترلږه ۲۰۰ ارمني توکمه او ۱۲ اذربایجاني سرتېري وژل شوي دي.

پر دې سربېره دغلته تېره اوونۍ د تېلو یوه زېرمتون کې هم د چاودنې له کبله لږترلږه ۱۷۰ کسان ووژل شول.

بېلتونپاله ارمنيانو د سولې هوکړې د یوې برخې په توګه دې ته غاړه ایښي، چې خپلې وسلې به اذري ځواکونو ته سپاري.

د دې سیمې ادارې ځان د نګورونو قره‌باغ جمهوریت باله، خو مشر یې اوس ویلي چې په دې نوم اداره به له راتلونکي کاله نوره نه وي.

د نګورونو قره‌باغ په اړه ویل کېږي چې ټولټال ۱۲۰ زره اوسېدونکي لري.

خو د ارمنستان د لومړي وزیر یوه ویاند 'نازلي باغدارساریان' ویلي، چې له دوی څه باندې ۱۰۰ زره دغه هېواد ته ورکډوال شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې 'یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار' هم له نګورنو قره‌باغه د شاوخوا سل زره کسانو د تښتېدو اټکل کړی دی.

دې ادارې ویلي، چې ډیر تښتېدلي کسان "وږي او ستړي دي او بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري."

د 'ارتاک بېګلاریان' په نوم د بېلتونپالو ارمنیانو یوه مخکیني‌ چارواکي‌ ویلي، چې د نګورنو قره باغ د اوسېدونکو وروستۍ ډلې شنبه د ارمنستان پر لور خوځېدلې دي.

هغه د خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي "حد اکثر څو سوه کسان پاته دي، چې ډېر پکې چارواکي، د بېړنیو خدماتو کارکوونکي، داوطلبان او ځینې معلولیت لرونکي‌ کسان دي."

په داسې حال کې چې د نګورنو قره‌باغ سلګونه ارمني‌ اسېدونکي په ډله ییزه توګه د تښتې په حال کې دي، د اذربایجان دفاع وزارت ویلي چې د ارمنستان د پوځ یوه نښه ویشتونکي د دوی یو سرتېری وژلی دی.

دا پېښه کالبجار کې شوې او اذربایجاني لوري د ځوابي ګامونو د اخیستل کېدو خبر ورکړی دی.‌

کالبجار د نګورنو قره‌باغ شمال لوېدیځ کې له ارمنستان سره پر پوله پرته سیمه ده.

اذربايجاني ځواکونو دا سیمه د ۲۰۲۰ کال جګړه کې بېرته ونیوه.

ارمنستان په دې پېښه کې د ښکېلتیا تور رد کړی.

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې نګورنو قره باغ ته د بشري وضعیت ارزونې لپاره یو پلاوی استوي.‌

اذربایجان هم د ملګرو ملتونو د پلاوي له ورتګ سره هوکړه کړې.‌

نګورنو قره‌باغ کې لانجه پر څه ده؟

ارمنستان او اذربایجان په ۱۹۲۰مه لسیزه کې د پخواني‌ شوروي اتحاد د خاورې برخه وګرځېدل.‌

د نګورنو قره باغ غرنۍ سیمې اکثریت اوسېدونکي ارمني‌ توکمه وو، خو شوروي‌ دا سیمه اذربایجان ته وسپارله.‌

د ۱۹۸۰یمې لسیزې وروستیو کې چې د پخواني شوروي‌ اتحاد پاشل پیل شول، د نګورنو قره‌باغ پارلمان ارمنستان سره د دې سیمې یو ځای کېدو ته رایه ورکړه.‌

ارمنستان د دې سیمې له بېلتونپاله غورځنګ سره چې اذربایجان یې اوس تصفیې ته مټې رانغښتې، ملاتړ کوي.