له نګورنو قرهباغ نږدې ټول ارمني توکمه تښتېدلي دي
د ارمنستان چارواکي وايي چې د اذربایجان تر کلابندۍ را وروسته له نګورنو قرهباغ سیمې تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان تښتېدلي دي.
دا په دې مانا ده چې د دې سیمې نږدې ټول ارمني توکمه اوسېدونکي اوس له دې ځایه وتلي.
اذربایجان که څه هم وايي چې د دغو لوړو له ټولو اوسېدونکو سره ورته او برابر چلند کېږي، خو د ارمنستان د حکومت ویاند دا 'دروغ' بللي.
نګورنو قرهباغ رسمآ د اذربایجان د خاورې برخه ده، خو له څو لسیزو راهیسې د ځايي ارمنیانو لخوا اداره کېږي.
ارمنستان او روسیه د سویلي قفقاز د دې غرنۍ سیمې د ځايي ارمنیانو ملاتړ کوي.
د اذربایجاني ځواکونو لخوا د دې سیمې د نیول کېدو په عملیاتو کې لږترلږه ۲۰۰ ارمني توکمه او ۱۲ اذربایجاني سرتېري وژل شوي دي.
پر دې سربېره دغلته تېره اوونۍ د تېلو یوه زېرمتون کې هم د چاودنې له کبله لږترلږه ۱۷۰ کسان ووژل شول.
بېلتونپاله ارمنيانو د سولې هوکړې د یوې برخې په توګه دې ته غاړه ایښي، چې خپلې وسلې به اذري ځواکونو ته سپاري.
د دې سیمې ادارې ځان د نګورونو قرهباغ جمهوریت باله، خو مشر یې اوس ویلي چې په دې نوم اداره به له راتلونکي کاله نوره نه وي.
د نګورونو قرهباغ په اړه ویل کېږي چې ټولټال ۱۲۰ زره اوسېدونکي لري.
خو د ارمنستان د لومړي وزیر یوه ویاند 'نازلي باغدارساریان' ویلي، چې له دوی څه باندې ۱۰۰ زره دغه هېواد ته ورکډوال شوي دي.

د عکس سرچینه، REUTERS
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې 'یواېناېچسيار' هم له نګورنو قرهباغه د شاوخوا سل زره کسانو د تښتېدو اټکل کړی دی.
دې ادارې ویلي، چې ډیر تښتېدلي کسان "وږي او ستړي دي او بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري."
د 'ارتاک بېګلاریان' په نوم د بېلتونپالو ارمنیانو یوه مخکیني چارواکي ویلي، چې د نګورنو قره باغ د اوسېدونکو وروستۍ ډلې شنبه د ارمنستان پر لور خوځېدلې دي.
هغه د خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي "حد اکثر څو سوه کسان پاته دي، چې ډېر پکې چارواکي، د بېړنیو خدماتو کارکوونکي، داوطلبان او ځینې معلولیت لرونکي کسان دي."
په داسې حال کې چې د نګورنو قرهباغ سلګونه ارمني اسېدونکي په ډله ییزه توګه د تښتې په حال کې دي، د اذربایجان دفاع وزارت ویلي چې د ارمنستان د پوځ یوه نښه ویشتونکي د دوی یو سرتېری وژلی دی.
دا پېښه کالبجار کې شوې او اذربایجاني لوري د ځوابي ګامونو د اخیستل کېدو خبر ورکړی دی.
کالبجار د نګورنو قرهباغ شمال لوېدیځ کې له ارمنستان سره پر پوله پرته سیمه ده.
اذربايجاني ځواکونو دا سیمه د ۲۰۲۰ کال جګړه کې بېرته ونیوه.
ارمنستان په دې پېښه کې د ښکېلتیا تور رد کړی.
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې نګورنو قره باغ ته د بشري وضعیت ارزونې لپاره یو پلاوی استوي.
اذربایجان هم د ملګرو ملتونو د پلاوي له ورتګ سره هوکړه کړې.
نګورنو قرهباغ کې لانجه پر څه ده؟

د عکس سرچینه، EPA
ارمنستان او اذربایجان په ۱۹۲۰مه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد د خاورې برخه وګرځېدل.
د نګورنو قره باغ غرنۍ سیمې اکثریت اوسېدونکي ارمني توکمه وو، خو شوروي دا سیمه اذربایجان ته وسپارله.
د ۱۹۸۰یمې لسیزې وروستیو کې چې د پخواني شوروي اتحاد پاشل پیل شول، د نګورنو قرهباغ پارلمان ارمنستان سره د دې سیمې یو ځای کېدو ته رایه ورکړه.
ارمنستان د دې سیمې له بېلتونپاله غورځنګ سره چې اذربایجان یې اوس تصفیې ته مټې رانغښتې، ملاتړ کوي.























