اسلامي پرمختیايي بانک د روغتیا او پاکو اوبو برخه کې له افغانستان سره مرسته اعلان کړې

د خپرېدو وخت

اسلامي پرمختیايي بانک (ای اېس ډي بي) افغانستان ته نوې مالي مرسته اعلان کړې ده. د بانک دا مرسته به د افغانستان په لېري پرتو سیمو کې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د روغتیا او سلامتیا لپاره کارول کېږي.

اسلامي پرمختیايي بانک وايي، د دې مرستې لړ کې یې د ملګرو ملتونو له ځینو ادارو سره هوکړې لاسلیک کړې، چې د روغتیا نړیوال سازمان، یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره او دغه راز د ملګرو ملتونو د کډوالو همغږۍ اداره پکې شاملې دي.

دغه اداره وايي، د دې هوکړو موخه په روغتیايي برخو کې او په ځانګړې توګه له مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو سره مرسته کول دي. د دې تر څنګ د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې د زدکړو سیسټم پیاوړي کول، د اوبو رسولو خدمتونو او له بې ځایه شویو افغانانو سره مرستې هم په دې پروګرام کې شاملې دي.

بانک مسوولین وايي، دوی له ناروې کمېټې سره د خوړو خوندیتوب په برخه کې هم هوکړه کړې ده.

ای اېس ډي بي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) سره د دې بانک ذیلي ادارې افغانستان بشري ټرسټ څانګې د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د مېندو او ماشومانو د روغتیايي خدمتونو ښه کېدو په موخه د یو اعشاریه پنځه میلیونه ډالرو مرستې هوکړه کړې.

په پیغام کې ویل شوي، تمه کېږي، چې دا مرستې به تر ۱۳۴ زره کسانو پورې ورسېږي او د روغتیا او خیر ښېګړې په چارو کې به ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۳م کال پای ته رسېدو سره ځینو نړیوالو مرستندویه ادارو په افغانستان کې د بشري حالت او راستنو شویو کډوالو ستونزو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

د طالبانو حکومت د وروستي اعلان (وړمه ورځ) له مخې تر اوسه ۸۰۰ زره افغانان له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په سخت ژمي کې د ګڼ شمېر کډوالو ستنېدو که یو لور ته په افغانستان کې اندېښنې ډېرې کړې دي، بل لور یې د خیریه بنسټونو او ملګرو ملتونو د ادارو اندېښنې هم زیاتې کړې دي.

د خوړو نړیوال سازمان هم پرون پر خپله اېکس پاڼه د افغان کډوالو د خراب اقتصادي وضعیت په هکله لیکلي دي.