تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان د هغو افغان کډوالو پر وړاندې پالیسي نرمه کړې چې بهرنیو هېوادونو ته ځي
اسلام اباد ته د لږ تر لږه دوه امریکايي چارواکو له سفر نږدې یوه اونۍ وروسته پاکستان د هغو افغانانو د جرمانې فیسونه کم او د هستوګنې موده غزولي چې بهرنیو هېوادونو ته د تګ په تمه دغه هېواد کې مېشت دي.
د پاکستان مرکزي کابینې پرون پاکستان کې د مېشتو هغو افغانانو په اړه چې بل هېواد ته د تګ په تمه دي او د هغو په اړه چې هلته د اوسیدو هیڅ قانوني اسناد نه لري له لږ ډېرو اسانتیاوو سره نوې تګلاره منظوره کړې ده.
د نوې تګلارې له مخې د هغو افغانانو د جریمې فیسونه به له ۸۰۰ ډالرو څخه سملاسي ۴۰۰ ډالرو ته لویږي چې پاکستان کې په ویزه کې له ذکر شوې وخته ډېر پاتې شوي دي.
د حکومت د اعلان له مخې "د قانوني مودې څخه د ډېر وخت لپاره پاتې شویو افغانانو جریمه نیمايي شوې."
د دې تر څنګ بهر ته د تلونکو افغانانو پاکستان کې د هستوګنې موده دوه میاشتې غزول شوې.
له دې مخکې دوی ته د روانې میاشتې (ډېسمبر ۳۱) تر پایه هلته د اوسیدو اعلان شوی و خو اوس دوی کولی شي چې د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ تر ۲۹مې نیټې پاکستان کې پاتې شي.
د یاد تاریخ له پوره کېدو وروسته که څوک له یوې بلې میاشتې لپاره پاکستان کې پاتې کیږي سل ډالره جریمه پرې راځي ، د داسې جریمې اخري اندازه اته سوه ډالره اعلان شوې ده.
د پاکستان د مرکزي کابینې د اطلاعاتو سرپرست وزیر مرتضی سولنګي ویلي "د دې پرېکړې موخه دا ده چې پاکستان کې ناقانونه کډوال د قانوني اسنادو موندلو ته وهڅول شي او هغه چې له پاکستانه بهرنیو هېوادونو ته روان دي هم پخیر تر خپل منزله ورسیږي."
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو شاوخوا دوه میاشتو کې څلور نیم سوه زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د پاکستان د چارسمبالي حکومت د اطلاعاتو سرپرست وزیر مرتضی سولنګي ویلي " د هغو افغانانو د برخلیک په اړه لا هم خبرې روانې دي چې غواړي د پاکستان له لارې دریم هېواد ته لاړ شي."
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو دوه اونیو کې لږ تر لږه دوه امریکايي چارواکو د افغان کډوالو تر څنګ په ځينو نورو موضوعاتو د بحث لپاره اسلام اباد ته سفرونه وکړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې مرستیالې او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د هغو امریکايي چارواکو دي چې له پاکستان څخه یې یو ځلي د ډېر شمېر افغان کډوالو په ایستلو اندیښنه ښودلې وه او بیا یې له پاکستاني چارواکو سره د لا خبرو لپاره دغه هېواد ته سفرونه وکړل.
د کډوالو په اړه د پاکستان د سختې تګلارې له اعلان وروسته له تېرې میاشتې راهیسې بهرنیو هېوادونو ته د هغو افغانانو لېږد بهیر هم څه چټک شوی چې د جمهوریت له سقوط وروسته بل هېواد ته د تګ په موخه پاکستان کې د انتظار شپې تېروي.
په دې لړ کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د اېس ای وي، پي یو او پي دوه کېس لرونکو کسانو لپاره د اړیکې ځانګړي شمېرې هم اعلان کړې چې د پاکستاني پولیسو د ځورولو په صورت کې دوی ته مراجعه وکړي.