د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د مالدیف لوبډله هم ماته کړه

د عکس سرچینه، Volleyball Association of Maldives
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د شنبې په ورځ د نشنل کپ سیالیو په لړ نن کوربه هېواد مالدیف ته هم درې – صفر ماتې ورکړه.
د افغانستان والیبال ملي لوبډلې په دغې سیالۍ کې ۲۶ د ۲۴، ۲۵ د ۲۱ او ۲۵ د ۲۲ نمرو په ګټلو سره په دریو پرله پسې سیټونو کې بریا خپله کړه او په دغو سیالیو کې د ګډون کوونکو هېوادونو په سر کې یې ځای نیولی دی.
افغانستان به سبا د سنګاپور لوبډلې سره لوبه کوي او که بریا یې خپله کړه، نو پایلوبې ته به لار ومومي. افغان والیبال ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د سینګاپور لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
که د افغانستان والیبال ملي لوبډله دغه جام خپل کړي، نو په خپل تاریخ کې به یې په لومړي ځل به یې د دغه راز سیالیو اتلولي ګتلې وي.
افغان والیبال ملي لوبډلې په خپله دویمه سیالي کې د مالیزیا لوبډلې ته ۱ - ۳ ماتې ورکړې وه، وړاندې تر هغه یې د سینګاپور لوبډلې ته هم په ورته ډول ماته کړې وه
افغان لوبډلې په دغو سیالیو ښې او تخنيکي سیالۍ ترسره کړي او د ګډون والو هېوادونو پام یې ځان ته ور اړولی دی.
د نشنل کپ سیالۍ د مالدیف په کوربتوب د څلورو هېوادونو افغانستان، مالدیف، مالیزیا او سینګاپور ترمنځ روانې دي چې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۳ مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۷ مې نېټې به دوام وکړي.
پایلوبه د افغانستان په وخت د شپې اته بجې تر سره کېږي.
په تېر ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان والیبال لوبډلې د اسیا مرکز زون په سیالیو کې چې د پاکستان په لاهور کې ترسره شوې ګډون کړی و، خو هلته یې خپلې ټولې لوبې د بنګله دېش، شري لنکا او پاکستان لوبډلو ته بایللې وې.
د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د ۲۰۱۵ کال سیالیو کې چې د بنګله دېش په کوربتوب تر سره شوې وې یوازې دریم مقام ګټلی وو.
د افغانستان والیبال فدراسیون تر روانو سیالیو مخکې ویلي وو، دوی په بشپړې تیارۍ دغو سیالیو ته روان دي، چې اوس یې پایله په ښه توګه د لوبو په ډګر کې معلومېږي.





















