د افغانستان والیبال ملي لوبډله د اسیا مرکز سیالیو کې د ګډون لپاره پاکستان ته ولاړه

لوبغاړي

د عکس سرچینه، عارف پیمان

د خپرېدو وخت

د افغانستان والیبال ملي لوبډله نن چهارشنبه د اسیا مرکز اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه د پاکستان لاهور په لور وخوځېده.

دغه سیالۍ د روانې نومبر میاشتې له ۲۴ تر ۲۹ نېټې دوام کوي.

افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه له ایران، دویمه له پاکستان، دریمه له بنګله دېش او څلورمه له پاکستان سره لري.

 په سیالیو کې ګډونوالې لوبډلې به د یوه لیګ په ډول سیالي سره وکړي او دوه مخکښې لوبډلې به پایلوبې ته لار ومومي چې د نومبر میاشتې په ۲۹ نېټه ترسره کیږي.

افغانستان له هغو لوبډلو سره مخ کیږي چې په نړیوالې درجه بندۍ کې ترې مخکې دي. په تېره بیا د ایران لوبډله د نړۍ په لسو غورو لوبډلو کې ده چې ډېره پیاوړې بلل کیږي او افغان لوبډلې ته به سیالي ورسره دومره اسانه نه وي.

د هند او پاکستان لوبډلې هم په نړیوالې درجه بندۍ کې پاکستان ۴۱ او هند ۵۹ ځای لري، خو افغانستان په دغه نوملړ کې تر سلو وروسته دی.

دغه نړیوالې سیالۍ تر۱۷ کلونو ځنډ وروسته په پاکستان کې ترسره کېږي.

دا مهال د نړۍ تر ټولو غوره والیبال لوبډله د پولنډ ده چې لومړی ځای لري. وروسته تر هغه اټالیا، فرانسه او برازیل د سر په لوبډلو کې دي.

د افغانستان المپیک کمېتې تېر اکتوبر میاشت د بېلابېلو زونونو ترمنځ د والیبال غوره لیک دویم پړاو ترسره کړ، چې د اړوندو چارواکو په وینا له هغې ډلې به غوره لوبغاړي، ملي لوبډلې ته جذبوي.