د بندر عباس چاودنو کې افغان سوداګرو ته د مالي‌ زیان اوښتلو اندېښنې: 'تر اوسه دقیق معلومات نشته'

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

ځینې افغان سوداګر وايي، د ایران په بندر عباس کې د شنبې‌ ورځې چادونو او اورلګېدنو پرمهال هلته د دوی زرګونه کانټینره سوداګریز توکي موجود وو.‌

بندر عباس د ایران د هرمزګان ولایت مرکز دی او دا چاودنې دغه ښار په شهید رجايي بندر کې شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت او دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، تر اوسه پر دې نه پوهېږي چې په دغو چاودنو او اورلګېدنه کې د افغان سوداګرو توکو ته زیان اوښتی یا نه.

تر اوسه په شهید رجايي بندر کې د شنبې‌ ورځې چاودنو او اورلګېدنې له کبله د اوښتو مالي زیانونو دقیق معلومات نشته.

دې افغان سوداګر اندېښمن کړي چې ښايي‌ د دوی سوداګریزو توکو ته هم زیان اوښتی وي.‌

په نیمروز کې افغان سوداګر حاجي عبیدالله نورزي بي‌بي‌سي ته تایید کړه چې افغان سوداګر په بندر عباس کې د خپلو سوداګریزو توکو په اړه ډېر اندېښمن دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت بي‌بي‌سي ته وویل، دوی هڅه کوي چې افغان سوداګرو ته د اوښتو احتمالي زیانونو په اړه دقیق معلومات ترلاسه کړي.

د افغانستان سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، افغانستان ته دمګړۍ د سمندر له لارې ټول واردات د بندر عباس له لارې کېږي.

له چین، ترکیې، مالیزیا، اندونیزیا، هند، جاپان، عربي، اروپايي او ځینو نورو هېوادونو توکي د همدغه ښار له لارې افغانستان ته راوړل کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال مشر خان جان الکوزي بي‌بي‌سي ته ویلي چې بندر عباس کې د پېښې پرمهال د افغان سوداګرو زرګونه کانتینره توکي موجود وو.

د راپورونو له مخې ګڼو افغان سوداګرو دوه کاله مخکې د پاکستان لخوا په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د توکو له ایسارېدو وروسته د بندر عباس له لارې راکړه ورکړه ډېره کړه

چای

د عکس سرچینه، TASNIM

.د افغانستان د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې روان کال د تېر کال پرتله د بندرعباس له لارې د افغانستان د سوداګریزو توکو ترانزیت ډېر او ۸۴ سلنې ته لوړ شوی دی.

د دې خونې د چارواکو په وینا اوسمهال د افغانستان تر لس سلنې پورې صادرات هم د بندر عباس له لارې کېږي.

راپورونه وایي، د بندر عباس له لارې افغانستان ته په واردېدونکو توکو کې د ژوند په هره برخه کې کارېدونکي توکي شامل دي، خو له افغانستانه بیا په صادارتو کې وچه مېوه، کاني توکي، غالۍ او ځینې نور شیان شامل دي.

د رسمي شمېرو له مخې افغانستان ته هر کال د نږدي یوولس میلیارده ډالرو په ارزښت توکي واردېږي او لویه برخه یې د بندرعباس له لارې راځي.