سیګار: امریکا افغانستان کې پر کانونو نږدې یو میلیارد ډالره "ناکامه" پانګونه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان پر بیارغاونه د څار امریکایۍ ادارې سیګار په یوه تازه رپوټ کې ویلي، د ۱۷ کلونو په موده کې امریکا د افغانستان پر کانونو په بېلا بېلو برخو کې میلیونونه ډالر پانګونه کړې خو پایله یا ګټه یې نه درلوده.
سيګار خپل دغه رپوټ ته "د متحده ایالتونو پروګرامونو خپل هدفونه ترلاسه نه کړل او افغانستان له خپلو کاني زېرمو د پراخې اقتصادي ګټې ترلاسه کول درک نه کړل" نوم ورکړی دی.
دغه امریکايي بنسټ ویلي "د امریکا حکومت له ۲۰۰۴ د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر ۳۰ پورې په ټولیز ډول افغانستان کې ۹۶۲ اعشاریه شپږ میلیونه ډالره د کانونو پر ارزونه، پرمختیايي پروژو، څار او ظرفیت لوړولو لګولي دي."
په رپوټ کې د سيګار ادارې د ۲۰۱۵، ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کال او همدا راز د امریکا پراختیايي ادارې یو.ایس.آی.ډي د ۲۰۱۸ کال رپوټونو یادونه او مالومات ترې رانکل شوي. د دغو رپوټونو پر بنسټ د افغانستان پر کانونو په وروستیو کلونو کې ۱۸ اعشاریه دوه میلیونه ډالره د تخنیکي نیمګړتیاو له منځه وړلو او د کارونو د ملاتړ لپاره لګول شوي. همدا راز د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ۱۹ اعشاریه نهه میلیونه ډالره د هغه نوي پروګرام په اډانه کې مصرف شوي چې په دغو کلونو کې پلی شوی دی.
سیګار ویلي، له دغو ټولو لګښتونو هغسې بریالۍ پایله ترلاسه نه شوه چې تمه يې کېده.
د پانګونې د "ناکامۍ" لاملونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د سیګار رپوټ کې د امریکا له لوري د افغانستان پر کانونو د شوې پانګونې د ناکامۍ دلایل وړاندې شوي او ویل شوي چې د افغان حکومت تګلارو سمولو کې بې وسي، د افغان چارواکو پراخ فساد، په نامعیاري ډول د کانونو کېندنه، په سمه توګه د څار نشتوالی او د کانونو د صنعت له بهیره د افغانستان شا ته پاتې والی او له لویه سره نا امني هغه ستونزې وې چې دا پیسې په سم ډول مصرف نه شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د افغانستان پر بیارغاونه د څار دا امریکایي اداره داسې مهال دا رپوټ خپروي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت تر بل هر وخت پر کاني زېرمو د پانګونې لپاره بهرني شرکتونه وربولي او له هغه مهال چې واک ته رسېدلي د ډبرو سکرو او نورو ځېنو کانونو کېندنې یې هم ګړندۍ کړې دي.
په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د کانونو وزارت د رسمي رپوټ پر بنسټ چې له امریکا سره په ګډه يې د هغه مهال د افغان حکومت ارزونه خپره کړې، ویلي وو " افغانستان یو اعشاریه شپږ میلیارد بوشکې خام تېل، ۱۶ ټریلیون فوټ مکعبه طبیعي ګاز او ۵۰۰ میلیونه بوشکې اوبلن غاز لري.
له دې ورها خوا د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کانونونه د دغه خوار هېواد مهمه شتمني ده.
په اوس کې د طالب چارواکو سترګې تر ټولو ډېرې د امریکا لوی اقتصادي سیال چین ته اوړي چې د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي.
همدا تېره اوونۍ د افغانستان شمال کې یوې چینايۍ کمپنۍ ته د نفتو ایستلو چاره وسپارل شوه، خو لا جوته نه ده چې دا پانګونه بنسټي او پخه ده که د لنډ مهال ګټې لپاره کارول کېږي.





















