د الیکسي نوالنې کورنۍ ته ویل شوي، تر دوو اونیو پورې مړی نه ورته سپارل کېږي
- Author, ادم دوربین
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت

د عکس سرچینه، Reuters
رپوټونه وايي، د پوتین منتقد الیکسي نوالنې چې د روسیې زندان کې مړ شو جسد به تر دوو اونیو پورې کورنۍ ته نه سپارل کېږي.
د نوالنې یوه استازي ویلي، د الیکسي نوالنې ته ویل شوي، چې د ''کیمیاوي څېړنو'' لپاره د هغه مړي سپارلو چاره ځنډول شوې ده.
روسي چارواکو تر اوسه نه ده تائید کړې، چې د نوموړي مړی چېرې ساتل شوی دی. د الیکسي نوالنې کونډه بیا پر روسي چارواکو تور پورې کوي، چې د مېړه مړی یې چارواکو پټ ساتلی دی.
پر دوشنبه یوه ویډیويي پیغام کې یولیا نوالنایا ژمنه وکړه، چې د ''خپلواکې روسیې'' لپاره به مبارزه کوي او د خپل مېړه د وژنې تور یې مخامخ پر ولسمشر ولادیمیر پوتین ولګاوه.
هغې دغه راز وویل، د الیکسي مړی ځکه پټ ساتل کېږي، چې په وینا یې په همدې موده کې به د نويچوک نومي زهرو اغېز له منځه لاړ شي. نوالنې ته په ۲۰۲۰ کال همدا ډول زهر ورکړل شوي وو، چې ژوندی پاتې شوی و.
نوموړې په داسې حال کې چې د غم او غوسې له کبله یې غږ لړزیده په خپل ویډیويي پیغام کې لیدونکو وغوښتل چې ''د هغو پر ضد چې زموږ راتلونکی یې وژلی غوسه او کرکه'' ورسره شریک کړي.

د عکس سرچینه، EPA
په زندان کې د نوالنې مړینه د جمعې پر ورځ اعلان شوه. په سایبریا کې د زندان مسوولینو ویلي و، له پلي ګرځېدو وروسته نوموړی بې هوښه شو او بیا په هوښ رانغی.
د نوالنې مور او وکیل د هغه د مړینې له اعلان سملاسي وروسته سایبریا ته روان شوي وو. ځايي چارواکو بیا د هغه مړي موندلو هڅې پرلپسې بندې کړې. پر دوشنبه بیا د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ (کریمیلین) مسوولینو وویل، د الیکسي نوالنې د مړینې په تړاو تحقیقات روان دي او په وینا یې تر اوسه پورې یې ''هېڅ پایلې مخې ته نه دي راغلې.''
وروسته د الیکسي نوالنې ویاندې کیرا یارمېش وویل، پلټونکو د نوالنې مور لیودمیلا ته ویلي، چې ''کیمیاوي څېړنې'' دوې اونۍ وخت نیسي او تر هغو پورې به یې مړی دوی ته نه سپارل کېږي.





















