چین د پوتین تود هر کلی وکړ او هغه یې د یو کمربند-یوې لارې مراسمو کې د ځانګړي میلمه په توګه منلی

د خپرېدو وخت
شي، پوتین

د عکس سرچینه، Getty Images

چین د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تود هر کلی وکړ او هغه یې د یو کمربند-یوې لارې د لسم کال لمانځغونډه کې د ځانګړي میلمه په توګه منلی.

پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته ولادیمیر پوتین مخ په زیاتېدونکي ډول له ډیپلوماتیک ګوښه والي سره مخامخ دی، دغه راز د جرمونو نړیوالې محکمې د جنګي جرمونو په تور د هغه د نیولو قرار صادر کړی.

خو چین کې د یو کمربند-یوې لارې د لسم کال په مناسبت جوړه شوې نړیواله غونډه کې د ۱۳۰ هېوادونو د رابلل شویو چارواکو ترمنځ پوتین د ځانګړي میلمه په توګه غوره شوی.

ښاغلی پوتین چین کې نه شي نیول کېدای، ځکه دغه هېواد د جرمونو نړیوالې محکمې غړی هېواد نه دی.

د دواړو هېوادونو مشران ټینګ اړیکي لري او پر اوکرایین د روسیې له یرغل وړاندې د چین ولسمشر شي ژیینپنګ ویلي وو چې هېواد له روسیې سره نامحدوده ملګرتیا لري.

دا سرمشریزه نن چارشنبه د بېجنګ د غونډو په تر ټولو مهم او لوی تالار چې د خلکو د لوی تالار په نوم یادیږي پیل شوه او ولسمشر شي د ولسمشر پوتین په ملتیا د غونډې ځای ته ننوت.

غونډه کې له ګډون وروسته دواړو مشرانو درې ساعته دوه اړخیزه ناسته لرله.

چین غونډه

د عکس سرچینه، Getty Images

پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته لویدیځ هېوادونه پر چین له دې امله نیوکه کوي چې ګواکې د پوتین ملاتړ کوي، خو چین آن هڅه کړي وښيي چې د اوکرایین ملاتړ کوي.

د نن چارشنبې غونډه کې پوتین د چین د یو کمربند-یوې لارې پروژې د ملاتړ ژمنه وکړه، هغه یې د روسیې له نظر سره هم غاړې وبلله او د "چینايي ملګرو لاسته راوړنه" یې وبلله.

یو کمربند-یوه لار د چین هغه نړیواله پروژه ده چې تر اوسه د نړۍ بیلابیلو برخو شاوخوا یو ټریلیون ډالر پرې لګول شوي دي.

چین ته د پوتین دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې ځینې ویره ښيي چې روسیه او چین د لویدیځو هېوادونو په مقابل کې ځانته خپله ډله جوړوي.

دې دواړو هېوادونو د امریکا پر مشرۍ " پر نړۍ ولکه" تر نیوکې لاندې راوستې او غوښتنه یې کړې چې د ګڼو ځواکمنو هېوادونو په ګډون " څو قطبي نړۍ " باید رامنځته شي.

د یو کمربند-یوې لارې پروژې پروژې د لسم کال لمانځنې مراسمو وړاندې چین یوه رپوټ دا پروژه د نوي نړیوال نظام لپاره یو پیاوړی بنسټ بللی، داسې نظام چې چین یې ټول ګډونی او عادلانه بولي.