د امریکا د مرګونې پېښې عیني شاهدان: "زړه بوږنوونکې صحنه وه"

د عکس سرچینه، AP
- Author, ټام بیټمن
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د نوي کال د لومړۍ ورځې د پيل ساعتونه وو، شپه لا نه وه ختمه او د امریکا د نیواورلینز ښار په بوخته سیمه بربن سټریټ کې ګڼه ګوڼه وه.
د نوي کال لمانځنو لپاره راټول شوي خلک له بارونو او د نڅا له کلبونو د راوتو په حال کې وو چې یو ګاډی د خلکو پر ګڼې ګوڼې ورغی او لږ تر لږه ۱۵ کسان یې ووژل.
وېټ ډیوېس او ملګري یې د همدې کوڅې په یوه بار یا د شراب څښاک خونه کې ناست وو چې دا برید وشو.
ده بي بي سي ته وویل: "خلکو ښکته پورته منډې پیل کړې، نور بیا د مېزونو لاندې پټ شول. هره خوا ډزې وې."
جېم او نېکول هم د پېښې ځای ته نژدې وو او ویې لیدل چې څه ډول ګاډي د خوندیتوب کټارې ماتې کړې او د بربن سټریټ پر لور په چټکۍ ورغی.
دا دواړه په یوه خوندي ځای کې پټ شول او پولیس یې ولیدل چې د شکمن بریدګر پر لور ورغلل او ډزې یې پیل کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یوه ځايي هوټل کارکوونکي د بي بي سي همکارې امریکایۍ رسنۍ سي بي اېس ته وویل چې د هوټل بندولو په حال کې وو چې غږونه یې واورېدل.
ده زیاته کړه: "له کړکۍ مو چې وکتل نو پرځمکه ګڼ کسان پراته وو، ګاډی په چټکۍ روان وو."
"زه سملاسي لاندې ولاړم چې له ټپیانو او اغېزمنو کسانو سره مرسته وکړم. ځینې کسان مو هوټل ته رادننه کړل تر څو طبي عمله راورسېږي... صحنه خورا زړه بوږنوونکې وه."
ګاډی چې لږ مخته ولاړ نو پر پولیسو یې ډزې وکړې. د امریکا پلټونکې ادارې اېف بي ای ویلي ډزو کې یې دوه پولیس افسران ټپیانو شوي خو زیاته کړې یې ده چې ژوند یې په خطر کې نه دی.
پولیسو وېټ ډیوېس او د هغه ملګري بار کې دننه ایسار کړي وو تر څو د پېښې ځای خوندي کړي.
ښاغلي ډیوېس وویل: "کله چې موږ پولیسو پرېښودو نو په لاره د مړو له جسدونو او ټپیانو تېرېدو.
"ټول خلک د شاک حالت کې وو."

د عکس سرچینه، FBI
امریکايي چارواکي وايي لومړۍ پلټنې ښيي چې د نیو اورلینز په برید کې ګڼ کسان ښکلېل دي.
دوی زیاته کړې چې پلټنې یې لا هم روانې دي او نورو ایالتونو ته یې هم غځولي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي بریدګر د اسلامي دولت نومې ډلې نه الهام اخېستی وو.
د امریکا د پلټنو ادارې اېف بي ای ویلي د پېښې ځای کې یې یو بیرغ هم موندلی چې د اسلامي دولت ډلې سره تړل کېږي.
دوی زیاته کړې چې دا پېښه د یوه ترهګر برید په توګه پلټي.



















