پښتونخوا کې د غيرت په نامه وژنې: "چې ورغلو په وينو لړلي جسدونه پراته وو"

نجلۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عکس: ارشيف
د خپرېدو وخت

خبرداری: کېدی شي د دغه راپور ځينې برخې مو خپه کړي.

د خيبرپښتونخوا شمالي برخې کوهستان په يوه لرې پرته سيمه بر پارو کې يو ځوان هلک او يوه نجلۍ په ډزو وژل شوي دا په تېرو دريو مياشتو کې د دې ډول درېیمه پېښه ده.

د کوز پارو د پوليسو مرکز د اېس اېچ او محمد جاويد خان د لومړني ثبت شوي راپور له مخې پوليس ته معلوه شوې وه چې د بر پارو په چپرګی سیمه کې يوه ښځه او يو سړی وژل شوي دي.

د اېف ای ار يا لومړني ثبت شوي راپور له مخې پوليسو سيمې ته له رسېدو وروسته دوه مړي په وينو کې لت پت وموندل.

د پوليسو په وينا دغه هلک او نجلۍ د چپرګی سيمې اوسېدونکي دي. د پوليسو له خوا د ثبت شوي راپور له مخې "لومړني معلومات ښيي چې د وژل شوې نجلۍ ورور او پلار دواړه په ډزو وژلي دي او داسې ښکاري چې دا د غيرت په نامه د وژنې پېښه ده. وروسته تورن کسان له سيمې تښتېدلي دي."

د وژل شوي هلک يو کليوال چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي ويلي، له ډزو وروسته د دغه ځوان جسد ټوټې ټوټې کړل شوی و.

ده وويل، دا ډول کړنې په کوهستان کې په کلکه منع دي او که څوک د چا له لور او يا خور سره اړیکه ولري، په سيمه ييز ژبه "غله" بلل کېږي چې په وينا يې "په هېڅ ډول هم نه بښل کېږي او د جرګې له پرېکړې وروسته دواړه د کورنيو له خوا وژل کېږي. "

د پوليسو يو سيمه ييز چارواکی محمد رياض وايي له پېښې وروسته کوز او بر پارو ته پوليس استول شوي او د تورنو کسانو د نيولو هڅې روانې دي.

په کوهستان کې دې ته ورته نورې پېښې

کوهستان کې د ويډيو خپرېدو پېښه

د تېر کال د نومبر په ۲۷مه پر ټولنيزو رسنيو د يوې نجلۍ د جعلي تصويرونو له خپرېدو وروسته هغه وژل شوې وه، چې له امله يې د جرګې غړي او تورن کسان ونيول شول او قضيه اوس په محکمه کې ده.

همدا ډول د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې پلان شوې وه چې یوه نجلۍ له یوه هلک سره د اړیکو لرلو په تور ووژل شي، خو نجلۍ په دې خبره پوه شوه او د خپل ژوند د ژغورلو لپاره پولیسو ته ورغله چې له هغه ځایه محکمې د امن خونې ته ولېږله.

په ۲۰۱۲ کال کې هم په کوهستان کې يوه کس ادعا کړې وه چې د يوې ويډيو له خپرېدو وروسته جرګې د دوو هلکانو او څلورو نجونو د وژلو پرېکړه کړې ده.

په هغه ويډيو کې ښکارېدل چې څلور نجونې ناستې دي لاسونه پړکوي، يو هلک نڅا کوي او بل يې ويډيو ثبتوي.

هغه هلک ويلي وو چې دغه څلور نجونې د ۲۰۱۲ کال د مې پر ۳۰ ووژل شوې. دغه کس هم وروسته په ۲۰۱۹ کال کې په ډزو ووژل شو.

د پاکستان د بشري حقونو کميسيون د راپورونو له مخې په ۲۰۱۶ کال کې ۱۱۰۰ ښځې، په ۲۰۱۴ کال کې ۱۰۰۰ او په ۲۰۱۳ کال کې ۸۶۹ ښځې د نژدې خپلوانو له خوا د غيرت يا نامومس په نامه وژل شوې دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خپل راپور کې ویلي چې د غیرت په نوم د وژل شویو ښځو اصلي شمېر ښايي له ښودل شوې شمېرې ډېر وي.