بلوچستان کې ترافیکي پېښه؛ ۱۷ زیارت کوونکي وژل شوي تر ۴۰ ډېر ټپيان دي

د عکس سرچینه، SCREEN GRAB/PTV
د پاکستان د بلوچستان ایالت لسبیله سیمه کې په یوه ترافيکي پېښه کې لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي او نږدې ۴۵ نور ټپيان دي.
د پېښې قربانیان زیارت کوونکي بلل شوي چې ویل کېږي د کوچني اختر په مناسبت د سند ایالت له ټهټه سیمې بلوچستان کې د 'نوراني شاه' زیارت ته روان وو.
دا پېښه تېره شپه شوې او د څرنګوالي په اړه یې لا ډېر مالومات نشته.
ځینو رپوټونو کې د بلوچستان ایالتي حکومت د ویاند 'شاهد رند' له خولې ویل شوي، چې د دغو کسانو لېږونکی بس اوښتی دی.
هغه ویلي بس د چټک مزل له کبله د چلوونکي له کنټروله وتلی او یوې ژورې کندې ته لوېدلی دی.
د شاهد رند په وینا، د پېښې قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
یو شمېر ټپيان د کراچۍ ښار "ټراما سېڼتر" ته لېږدول شوي دي.
د بلوچستان د کمیسارۍ مرستیال منیر احمد شاکر بيبيسي ته ویلي، دغه بس کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۶۰ کسانو سفر کاوه چې د پېښې ښکار شو.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د سند اعلی وزیر مراد علي شاه نن پنجشنبه دغلته ته د ټپیان له لېدو وروسته رسنیو ته ویلي، چې ۴۰ کسان له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي، خو نورو لا بستر دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په بستري ټپيانو کې دوه ماشومان دي.
د هغه په وینا د پېښې اړوند بشپړ مالومات به د بلوچستان حکومت لخوا له څېړنو وروسته شریک شي.
د سند اعلی وزیر وايي، د دې پېښې قربانیان ډېر بې وزله خلک او د ډبرو ماتولو (کرش) مزدوران دي.
پاکستان کې مرګونې ترافیکې پېښې ډېرې وي.
زاړه موټرونه، د سړکونو خرابوالی او د چلوونکو بې احتیاطي د دغو پېښو ستر لاملونه بلل کېږي.





















