د طالبانو حکومت سوداګرۍ وزارت وايي افغانستان تېر یو کال د نږدې ۲ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات درلودل

افغانستان

د عکس سرچینه، MoIC

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د طالبانو په حکومت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي د ګاونډ او سیمې له هېوادونو سره سوداګري په پراخېدو ده.

د دغه وزارت چارواکو ویلي تېر یوه کال کې د سوداګرۍ کچه لس میلیارد ډالرو ته رسېدلې چې د شاوخوا یو اعشاریه اته میلیارد ډالر په ارزښت په پکې صادرات او اته اعشاریه دوه میلیارد ډالرو په ارزښت واردات دي.

له دغو ارقامو ښکاري چې د افغانستان د صادراتو او وارداتو ترمنځ توپیر لا هم پام زیات او واردات د صادراتو پرتله څو برابره لوړ دي.

سوداګر او د اقتصادي چارو شنونکي وايي د هېواد صنعتي کېدل د وارداتو او صادراتو بیلانس برابرولی شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو د طالبانو حکومت د ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې چې دوی یې ملت ته د حساب ورکولو پروسه هم ګڼي، وویل، چې بهرنیو بازارونو ته افغان تولیداتو د لارموندلو لپاره یې په کور دننه او بهر ګڼ نندارتونونه جوړ کړي دي.

دوی زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شوې او یو شمېر افغاني محصولات پر ګاونډیو هېوادونو سربېره د ترکیې او ځینو اروپايي هېوادونو بازارونو ته رسېدلي دي.

دا ناسته د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې او د تېر یوه کال لاسته لاوړنو په تړاو د طالبانو حکومت د ادارو لخوا ملت ته د حساب ورکولو د لړۍ لومړۍ غونډه وه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد دلته وویل: "په تېر کال کې د افغانستان د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالرو ته رسېدلې چې له دې ۱.۸ میلیارډه صادرات او څه باندې ۸ میلیارډه واردات دي. وړم کال افغانستان د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره صادر کړي وو، خو تېر کال یې د صادراتو کچه ۱۷۴ میلیون ډالرو ته کښته شوې ده. له افغانستان څخه د مالوچو، پیازو، انځرو، کشمشو، زعفران او ګازي څښاکتوکو صادراتو د پام وړ وده کړې ده. "

سوداګري

د عکس سرچینه، MoIC

ښاغلي جواد زیاته کړه، تېر کال روسیې ته د افغانستان د صادراتو کچه ۵۴ سلنه، ترکیې ته ۵۳، ایران ته ۱۹، چین ته ۱۶ او قزاقستان ته ۲ اعشاریه ۵ سلنه لوړه شوې ده.

هغه دا هم وویل چې په دې موده کې د افغانستان د ځان بسیاینې د اقلامو کچه له ۴۸ قلمه څخه ۱۳۳ ته لوړه شوې او د لومړنیو او خوراکي توکو په بیو کې ۲۸ سلنه کمښت راغلی دی.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد هم وویل چې د خصوصي سکټور ملاتړ ته یې په خپلو لومړیتونو کې ځای ورکړی دی.

هغه زیاته کړه، په تېر یوه کال کې یې د سوداګریزو آساتنیاوو او ټرانزیټ په برخه کې د سیمې او له نورو هېوادونو سره ۱۰ بېلابېل هوکړه لیکونه نهايي کړي دي.

زاهد

د عکس سرچینه، MoIC

هغه وویل په دې موده کې ۱۰۰ فابریکې پرانیستل شوې او تر ۱۰۰۰ ډېرو تولیدي او صنعتي شرکتونو ته د کار جوازونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو په دغه غونډه کې همداراز د صنعتي پارکونو پراختیا، د نویو صنعتي پارکونو، ځانګړو اقتصادي زونونو او د صادراتو د پروسس زونونو رغول، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو معیاري کول، پر وارداتي اقلامو د کیفي معیارونو وضع کول او له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، خپل راتلونکي پلانونه یاد کړي دي.