اسلامي نړۍ سره د روسیې د سوداګرۍ هڅه؛ مسکو د طالبانو حکومت پلاوی هم وربللی دی

اقتصاد

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی روسیي ته په سفر وتلی دی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد تکل رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي "د افغانستان 'اسلامي امارت' د سوداګرۍ وزیر په مشری یو تعلیمي او سوداګریز پلاوی د روسیې فدراتیف په رسمي بلنه تاتارستان ته سفر لري چې هلته به د اسلامي هېوادونو تر منځ اقتصادي فورم کې ګډون وکړي."

د ښاغلي تکل په وینا له افغانستان څخه تللی پلاوی به د تاتارستان له ولسمشر او ځانګړي استازي سره جلا ناستې هم ولري چې پر اقتصادي مسایلو بحثونه وکړي.

اسلامي هېوادونو سره 'سوداګرۍ' ته د روسیې لېوالتیا

اقتصاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د روسي رسنیو له قوله "د روسیې او اسلامي نړۍ" په نوم دا فورم د پنجشنبې په ورځ د روسیې په سوېل لویدیځ کې پیلیږي. د دې لړۍ لومړۍ پیل په ۲۰۰۹م کال کې د روسیې په نوښت وشو او دغه هېواد وخت نا وخت د ورته چوکاټ له لارې له اسلامي هېوادونو سره د سوداګرۍ د پیاوړتیا ناسته برابرې کړي دي.

په اوس مهال کې دا ناسته داسې هم اروزل شوې چې ګویا روسیه له لویدیځه اسلامي نړۍ ته مخ اړوي چې ورسره هر اړخیزې اړیکې ولري.

د ۲۰۲۳م کال دا ناسته له پلازمینې مسکو څخه ۸۰۰ کیلومتره لرې په تاتارستان ښار کې جوړیږي.

روسیه دا مهال په اوکراین کې د جګړې په سر له غربي نړۍ سره خړې پړې اړیکې لري او د اسلامي سازمان همکاریو فعاله څارونکی غړی دی.

خپله په روسیه کې شاوخوا ۱۵ مېلیونه مسلمانان مېشت دي او دا مهال یې له اسلامي نړۍ سره د سوداګرۍ ور ها خوا کلتوري او ښوونیزو اړیکو ته هم لېوالتیا کمساري ده.

اقتصاد

د عکس سرچینه، @HafizZiaAhmad1

طالبانو هم ویلي دی چې په دې فورم کې په افغانستان او سیمه کې په اوسنیو اقتصادي فرصتونو، دوه اړخیزو اړیکو، او ځينې کلتوري او علمي موضوعاتو باندې خبرې کیږي.

د اقتصادي اړیکو په لړ کې همدا روانه میاشت د طالبانو د سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی شاوخوا یوه اونۍ د پاکستان په سفر وو.

د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي ریس شفېع اعظم چې په دې دواړو سفرونو کې د سوداګرۍ له وزیر سره و، پاکستان ته سفر له اقتصادي اړخه ګټور بللی دی.

د طالبانو هغه پلاوي د نورو موضوعاتو تر څنګ په کراچۍ بندر او د بلوچستان ګوادر کې په اوسنیو ستونزو او نوو فرصتونو خبرې کړې وې..

د چین_پاکستان له اقتصادي دهلېز ٰسېپېکٰ سره د افغانستان نښلول

اقتصاد

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان ته د طالبانو د بهرنیو او سوداګرۍ چارو وزیرانو له سفر وروسته طالبانو خبر ورکړ چې دوی چین او پاکستان ته په افغانستان کې د سيپېک پروژې د پلي کیدو ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل ویلي "افغانستان به له دغې لارې له سیمې او نړۍ سره ونښلول شي. همدارنګه اسلامي امارت به وکړای شي چې د دغې پروژې له لارې افغانستان ته پانګونه جذب کړي او دلته د رېل پټلۍ، د انرژۍ د تولید او نورو صنعتونو کې به مهم پرمختګونه ولري"

د چین په نوښت دا سړک چې له پاکستان څخه تېریږي او د سیمې هېوادونه سره نښلوي، یوه ستره سیمه ییزه پروژه ده چې لا یې په سیمه کې د جوړیدو پر وړاندې ځينې ګواښونه شته.‌