په ایسلنډ کې د اورشیندي ځینې انځورونه

د ویډیو تشریح، د ایسلنډ اورشیندي؛ د کب نیونې ښار کورونو کې اور بل شوی
د خپرېدو وخت
اورشیندی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دغه اورلګېدنه د ګرینداویک ښار ته څېرمه د دوو درزونو له رامنځ ته کېدو وروسته پیل شوې.

له تېرې ورځې راهیسې د ایسلنډ په سوېل لوېدیځ کې د ګرینداویک ښار ته څېرمه یو اورشیندی(اتشفشان) فعال شوی، چې د اور ټوټې یې تر ښاره رسېدلي او څو کورونه یې هم سوځېدلي دي.

اورشیندی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ګرینداویک ښار تېر نوومبر کې هم د یوې بلې اور لګېدنې او اور شیندي فعالېدو وروسته تش شوی و،
اورشیندی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اور ټوټې او سکروټې یې تر ښاره رسېدلي او څو کورونه یې له امله سوځېدلي دي.
اورشیندی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځینې خنډونه یې چې د ډيسمبر په میاشت کې د موادو راښکته کېدو د مخنیوي لپاره جوړ شوي وو، مات شوي دي.
اورشیندی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایسلینډ تر دېرشو ډېر فعال اورشیندي لري.
اورشیندی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایسلینډ ولسمشر ګوډني جوهانسن پر خلکو غږ کړی، "یوځای پاتې شي او له هغو خلکو سره مرسته وکړي، چې نه شي کولای په خپلو کورونو کې پاتې شي."