'افغانستان په زیاتېدونکي ډول له طبیعي پېښو او بشري ناورینونو سره مخامخ دی'

لوګر

د عکس سرچینه، AFP

د خپرېدو وخت

اروپايي ‌ټولنې افغانستان یو له هغو هېوادونو بللی چې له طبیعي پې‍ښو او بشري ناورینونو سره مخامخ دی.

کابل کې ددغې ټولنې دفتر کې پرون جوړه شوې یوه غونډه کې له کارپوهانو سره افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو پر لارو چارو سلا مشورې وشوې.

اروپايي ټولنې د طبیعي پېښو او بشري ناورینونو له پلوه له خطر سره د مخامخو هېوادونو په نوملړ کې افغانستان څلورم هېواد بللی او وايي کېدای شي بدلېدونکی اقلیمي بدلون ددې هېواد د خلکو پر ژوند فشار لا زیات کړي.

دا خبره په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر په یوه ټویټ کې کړې او ویلي یې دي چې اروپايي‌ ټولنه د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو او ورسره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د خلکو ملا تړي.

کابل کې د اقلیمي بدلون په اړه د اروپايي ټولنې په غونډه کې له نړیوالې ټولنې په یوه خوله غوښتنه وشوه چې د بشري مرستو په شان د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو لپاره هم له افغانانو سره مرستې وکړي.

خو اوس افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله له کومو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی.‌ د همدې غونډې یوه ګډونوال او افغان چاپېریالپوه عزت الله صدیقي یې په اړه بي بي سي ته وویل، "افغانستان د وچکالۍ، موسمي سېلابونو،‌ د ورښتونو تغییراتو،‌ د ژمي په موسم کې د ډېرو شدیدو څپو او اوړي کې د ډېرو ګرمو څپو له لویو پېښو سره مخامخ دی."

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

صدیقي وايي له بده مرغه د اوبو زېرمه کېدو ته اساسي کار نه دی شوی، بې وخته واورې ویلې کېږي او ضایع کېږي.

دی وايي، بله ستونزه د افغانستان د ځنګلونو په اړه د وحشي ژوو پر ژوند د بدلونونو راتلل دي او کرنه کې پر للمي او خړوبو ځمکو بزګرانو ته تاوان هم د اقلیمي بدلون له اغېزو ګڼل کېږي.

له دغو ننګونو په داسې مهال پرده پورته شوې چې د اقلیمي بدلون له امله طبیعي پېښو وار له مخه افغانستان سخت اغېزمن کړی دی.

چاپېریالپوهانو او په دې برخه کې فعالو نادولتي مؤسسو په داسې حال کې له نړیوالې ټولنې د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو او مخنیوي په اړه د افغانانو د لاسنیوي غوښتنه کړې چې له تېرو څو میاشتو راهیسې طبیعي پېښو لکه زلزلې،‌ سېلابونو او ږلۍ (ګلۍ) ګڼو افغانانو د سر او مال تاوانونه اړولي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، په تېرو دوو اونیو کې د طبیعي پېښو له امله خلکو ته پر درانه مالي زیانونو اوښتو سربېره ۱۷ تنه مړه او ۶۱ نور ژوبل شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د ویاند شفیع الله رحیمي په وینا، دا پېښې د روان غوايي میاشتې له پیله په وردګو،‌ غزني، غور، کندهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې رامنځ ته شوې دي.