ننګرهار کې ګرځنده کتابتون؛ موخه یې مطالعې ته د زلمیو او نجونو هڅول بلل شوي

د عکس سرچینه، Atal
په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې زدکړو ته نه پرېښودل کېږي، ننګرهار کې یو ځوان وايي چې مطالعې ته د ځوانانو، په ځانګړي ډول د نجونو هڅولو په موخه یې په شخصي لګښت ګرځنده کتابتون جوړ کړی دی.
د رحمان الله اتل په نوم دغه ځوان وايي، "یو هدف مې دا و چې هغه خویندې له دې کتابتون ګټه واخلي چې له زدکړو راګرځول شوې دي او بل هم د مطالعې ترويج دی."
د رحمان الله اتل په نوم دغه ځوان عامه ځایونو، ښوونځيو، پوهنتونونو او ځينو ښوونيزو مرکزونو ته خپل ۳۰۰ کتابونه په رکشو یا ګاډو کې وړي او هلته خلک پرې راټولوي چې ويې لولي.
ښاغلي اتل، ابراهیم امیري ته په مرکه کې ویلي، "پلار مې په ډالۍ کې یو موبایل راته اخیستی و، هغه مې خرڅ کړ او تر اوسه په هماغو پیسو دغه پروګرامونه ترسر کوم"

د عکس سرچینه، Atal
دی زیاتوي چې که څه هم تر اوسه یې په ۳۰۰ کتابونو مشتمل دغه کتابتون یوازې ننګرهار او کابل ته لېږدولی خو غواړي په راتلونکي کې یې دا فغانستان نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
د یادولو ده چې له ښاغلي اتل مخکې ګڼو افغان ځوانانو ورته کار کړی و.
د مطالعې فرهنګ دودولو هڅې له پخوا راهیسې روانې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
له ډلې يې د "چارمغز" په نوم ګرځنده کتابتون یادېدلی شي چې په یوه ګاډي کې به یې د کابل په ګډون ځينو سیمو کې کتابونه ګرځول.
د دغه بنسټ مشرې فرشتې کريم هڅه کوله چې ماشومان کتاب لوستنې ته وهڅوي.
یو شمېر ځوانانو د تېر جمهوري نظام پر مهال ان په ځينو زندانونو کې واړه کتابتونونه جوړ کړي وو چې بندیان مطالعې ته وهڅوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
همدا راز د "قلم لار ټولنې" په نوم یوه بنسټ په کلیو بانډو کې د کتابتونونو جوړولو تر څنګ د هغه ځای اوسېدونکو تر منځ د دغه فکر عامولو لپاره مبارزه کوله چې خلک خپل ماشومان، په ځانګړي ډول نجونو زدکړو ته پرېږدي. مشري يې د زدکړو فعال مطیع الله ویسا کوله چې له میاشتو راهیسې د طالبانو حکومت په بند کې دی او په ټول افغانستان کې له نجونو تر شپږم ټولګي پورته د زدکړو حق اخیستل شوی دی.






















