افغان ځوانان کتاب لولي، منځپانګه یې له نورو سره شریکوي

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې یو شمېر ځوانانو د کتاب لوست دودولو لپاره نوې هڅې پیل کړې دي.
د سوېل ختیځ پکتیا ولایت لیرې پرته ولسوالۍ احمدابا کې د ځوانانو یوه ډلګۍ د هرې جمعې ماسپښین سره راټولیږي او هر کس د اونۍ په اوږدو کې د ور سپارل شوي کتاب غورچاڼ له نورو سره شریکوي. دا ځوانان د لوست لپاره سیاسي، تاریخي او ټولنیز کتابونه ټاکي او پخپلو ناستو کې نورو کسانو ته هم د ګډون بلنه ورکوي.
په پکتیا کې د بي بي سي خبریال نصرت الله تسل دې اجرې ته ورغلی او دا راپور یې چمتو کړی.
ځوانان د هغو کتابونو په اړه له یو بل سره نظر شریکوي چې تېره اونۍ یی لوستل. عزیز انیس، یو له هغو کسانو دی چې د هرې جمعې په ورځ په یوه دېره کې سره ټولېږي:
"شپاړس ملګري یو، سل سل افغانۍ مو سره راټولې کړې او سپاړس کتابونه مو اخیستي."
دی وايي لومړی پخپلو کې په راټولو شویو پیسو کتابونه رانیسي او بیا یې د مطالعې لپاره پخپلو منځو کې وېشي، د ځوانانو دا ډله یوه اونۍ وروسته لخ لوستل شویو کتابونو اخیستل شوي مطالب دلته له یو بل سره شریکوي او پرې بحث کوي.
ښاغلی عزیز ځکه د کتاب لوستنې همدې کړۍ ته خوښ دی، چې په خبره یې ایله د سلو افغانیو په بدل کې شپاړس کتابونه لولي:
"هر ملګری د لوستل شوي کتاب نچوړ شریکوي. همدغه کتاب د څنګ ملګري سره تبادله کوي. شپاړلس اونۍ وروسته هر ملګری ټول کتابونه لوستلی شي. ګټه یې همدا ده چې د سلو افغانیو په بدل کې شپاړس کتابونه لولو."
د احمد آباد ځوانانو د کتاب لوستنې نوې ځوان ګډونوال لکه ۱۹ کلن دوست محمد وايي، د همدې اونیز علمي بنډار له برکته یې د نورو پر وړاندې د غږېدو جرأت پیدا کړی:
"ډېر تغییر مې کړی، معلومات مې ترلاسه کړل، د شپاړسو کسانو پر وړاندې غږېدل مې زدکړل، له نورو سره د خبرو کولو طریقه مې هم زدکړه."
د کتاب لوست د عامولو لپاره ګردېز ښار کې په یوه خوړنځی کې هم کوچنی کتابتون جوړ شوی.

د همدې خوړنځي څښتن زاهد وايي، خوړنځي کې یې ځکه کتابونه اېښي چې ډوډۍ خوړونکي د ډوډۍ خوړلو تر وخته پرته له ستړیا کتاب هم ولوستلی شي:
"خلکو ویل هوټل او کتابتون یو ځای نه چلیږي. زموږ موخه همدا ده چې د کتاب لوستنې دود بېرته را ژوندی کړو. اوس ډېر خلک راځي او موږ خوشاله یو چې دا نور هم ډېرېدلی شي."
پر پکتیا سربېره، د افغانستان په نورو سیمو کې د کتاب لوست عامولو لپاره هڅې په دې وروستیو کې په نوي بڼه راڅرګندې شوي. په کابل کې په ملي بس ډوله موټر کې د "چارمغز" په نوم ګرځنده کتابخونه فعاله ده او له پکتیا لیرې په بلخ ولایت کې یو ټکسي چلوونکی د سپرلۍ د لوست په موخه خپل موټر کې کتابونه ساتي.. څو کاله وړاندې په بامیانو کې یو ځوان په بایسکل ګرځنده کتابتون جوړ کړی وو او کوڅه په کوڅه ګرځېده چې ماشومان کتاب لوستلو ته وهڅوي.





















