اوکرایین کې د کاخوفکا بند ماتېدو زرګونه خلک تېښتې ته اړ کړي
- Author, لندن کې الکس بېنلي او کېیف کې پال اډمز
- دنده, بي بي سي نیوز
- د خپرېدو وخت
د اوکرایین سوېل کې د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې پر دنیپرو سېند جوړ د برېښنا د یوه بند "نوفا کاخوفکا" د الوځولو له کبله زرګونه خلک خپلو مېنو پرېښودو ته اړایستل شوي دي.
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلېنسکي ویلي د کاخوفکا بند تر الوځول کېدو وروسته ۸۰ کلي او کوچنۍ مېنې د سېلاب له خطر سره مخامخ دي. هغه په دې پېښه کې روسیه ملامته ګڼلې ده.
اوس د دنیپرو اوبه مستې شوې او ویل کېږي چې خیرسون ښار ته یې لوی خطر متوجه دی.
روسیې دا رد کړې چې ګنې د مسکو تر کنټرول لاندې سیمه کې دا بند دوی ویجاړ کړی، بلکې پر اوکرایین یې تور لګولی چې ګنې دوی ویجاړ کړی دی.
کاخوفکا د سیمې لپاره اهمیت لري. دا بند د کروندو اوبه چمتو کوي، استوګنځیو ته اوبه ورکوي او همدا شان د زاپوریژیا اتومي بټۍ خوندي کوي.
له دې بند څخه کریمیا ته د اوبو یو حیاتي کانال هم غځېدلی چې اوس دا سیمه د روسیې په لاس کې ده.
په انځورونو کې د بند مستې اوبه لیدل کېږي چې تر اوسه یې څو کلي لاندې کړي او په شاوخوا کې اوسېدونکي وګړي تېښتې ته اړ شوي دي.

د عکس سرچینه، TELEGRAM
د اوکرایین مرستیاله لویې څارنوالې ویکتوریا لیتوینووا ددغه هېواد پر ملي تلوېزیون وویل، نژدې ۴۰ زره خلک باید له سیمې وایستل شي.
په دوی کې ۱۷ زره یې د ډینپرو سیند لوېدیځ کې د اوکرایین تر کنټرول لاندې سیمو کې دي او ۲۵ زره نور بیا د سېند ختیځ کې د روسیې تر واک لاندې برخه کې دي.
د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمنکو هم پر تلوېزیون وویل، کابو زر کسان تر اوسه ایستل شوي او ۲۴ استوګنیځې مېنې اوبو لاندې کړې دي.
هغه د خېرسون پر سوېلي سیمه – چې اوس د خلکو ایستل ترې دوام لري- د برید ملامتیا پر روسیه اچولې او د اوبو د خطر په اړه یې هم خبرداری ورکړی دی.
د نووا کاخوفکا ښاروال ولادیمییر لیونتیف ویلي، ښار اوبو لاندې کړی او ۹۰۰ کسان ایستل شوي او ښار ته نژدې بله سیمه کې ځای پر ځای شوي.

د عکس سرچینه، SATELLITE IMAGE ©2022 MAXAR TECHNOLOGIES
دی وايي، اوبه ۱۱ متره لوړې شوې او ځینې ژوبلېدلي اوسېدونکي روغتون ته لېږدول شوي.
د سېند ختیځ کې کازکووا دیبرووا ژوبڼ هم اوبو لاندې کړی او ۳۰۰ ژوي او حیوانات پکې وژل شوي.
اوس د زاپوریژیا اتومي بټۍ ته د سېلاب رسېدو د خطر په اړه خبره کېږي، خو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي چې وضعیت څاري.
لا روښانه نه ده چې د بند د ماتېدو لامل څه وو، خو د اوکرایین د پوځ استخباراتو یې په قصدي الوځولو روسیه تورنه کړې ده.
خو یوه روسي چارواکي ادعا کړې چې اوکرایین پر بند برید کړی دی.
د اوکرایین د پوځ مشر سرهي نایف ویلي، د بند الوځول به د اوکرایین د پرمختګ مخه ډب نه کړي.
نړیوال غبرګونونه

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

د عکس سرچینه، GLOBAL IMAGES UKRAINE VIA GETTY IMAGES
د نړۍ ځینو مشرانو د دغه بند د الوځولو په اړه غبرګونونه ښودلي او دا یې جنګي جنایت بللی دی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلېورلي دا برید "کرکه اچوونکی ګام" بللی: "پر نا پوځي زېربناوو قصدي برید جنګي جنایت دی. بریتانیا د اوکرایین او د ناورین ځپلو خلکو ملاتړ ته چمتو ده".
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، د بند ویجاړول د اوکرایین پر ضد یو ځل بیا د روسیې د بې رحمانه جګړې ښکارندويي کوي، خو د اروپايي شورا مشر چارلز میشل ویلي دا برید بې سابقې زړه بوږوونکی دی.
د جنېوا کنوانسیون په ښکاره په جګړه کې پر بندونو برید ولسي وګړو ته د خطرونو له کبله ممنوع کړی دی.
دا بند چېرې دی؟
د کاخوفکا د اوبو د برېښنا بند د اوکرایین په سویل کې د خيرسون نووا کاخوفکا ښار سره موقعیت لري.
دا بند د شوري اتحاد دورې پر مهال جوړ شوی او له هغو شپږو بندونو یو دی، چې د دنیپرو سیند په اوږدو کې له شماله سویل ته غځېدلی دی.
ځايي خلک دا بند د "کاخوفکا سمندر" په نامه یادوي ځکه چې د سمندر له یوې خوا بله خوا په سترګو د لیدو وړ نه دی.
رویترز خبري اژانس لیکلي، دا بند د امریکا د "یوتا سمندرګي" په اندازه لوی دی.
د دې بند زېرمه د کریمیا ټاپو وزمې او د زاپورېژیا اټومي بټۍ ته اوبه رسوي. دا دواړه سیمې د روسیې تر کنټرول لاندې دي.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ویلي، د بند ماتېدل په سملاسي ډول د زاپورژیا اټومي ته ګواښ نه پېښوي خو د دې سیند اوبه د یادې د بټۍ سړولو لپاره اړینې دي.
اوکرایین پوځ وايي اوس مهال پر دې لګیا دي چې مالومه کړي د دغه بند ویجاړۍ څومره زیان اړولی.
























