اوکرايين کې د جنګي جرمونو بېلګې له ټولنيزو رسنيو لېرې شوې
د خپرېدو وخت
بي بي سي د شونو جنګي جرمونو داسې بېلګې موندلې، چې د ټولنيزو رسنيو شرکتونه یې د مصنوعي ځيرکتيا په کارولو لرې کوي، او د بوږنوونکې منځپانګې ويډيوګانې په سملاسي ډول ډيليټوي.
د ټولنيزو رسنيو دا دريځونه ښيي، چې دا ډول انځورونه، که د خلکو په ګټه وي، انلاين پاتې کېدی شي. خو د ناسمو معلوماتو په اړه د بي بي سي څېړنيزې ډلې يوه پلټنه ښيي چې خبره داسې نه ده.
په دې راپور کې خواشينوونکي انځورونه او د تاوتريخوالي څرګندونه ده.