د ''وریجو اخیستو توان نه لرو'' خبرې له کبله خبریال زنداني شو
- Author, انباراسن اتهاجن
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت

د عکس سرچینه، SAZID HOSSAIN
د یوه مشهور بنګله دېشۍ ورځپاڼې خبریال له هغه وروسته د ''جعلي'' خبر خپرولو په تور نیول شوی، چې د خوراکي توکو بیو لوړوالي په هکله یې یو رپوټ خورا زیات لاس پر لاس شو.
د پروتومالو ورځپاڼې خبریال شمس الزمان شمس له نیول کېدو یوه ورځ وروسته محکمې ته وړاندې شو، خو د ضمانت غوښتنه یې رد شوه. د ښاغلي زمان رپوټ چې د مارچ پر ۲۶ مه د بنګله دېش ازادۍ ورځې په مناسبت خپور شو، ادعا کېږي چې'' حکومت یې بدنام کړی دی.''
مدني فعالانو د نوموړي نیول کېدل غندلي او پر حکومت یې تور پورې کړی، چې د رسنیو ازادي تروړي. حکومتي چارواکي دا تورونه ردوي، خو د رسنیو ملاتړ فعالان د عوامي لیګ ګوند پر حکومت تور پورې کوي چې په تدریجي ډول یې د ازدیو مخه ډب کړې.
عوامي لیګ ګوند په بنګله دېش کې له ۲۰۰۹ کال راهیسې واکمن دی. د بې پولې خبریالانو ټولنې تېر کال د بنګله دېش نوم د رسنیو ازادۍ ۱۸۰ نومونو د لیست په ۱۶۲ ځای کې لیکلی، چې تر روسیې او افغانستان هم وروسته دی. هغه ورځپاڼه چې ښاغلی زمان ورسره خبریالي کوي، د بنګله دېش ترټولو ډېره مشهوره او بانفوذه ورځپاڼه بلل کېږي.
د نوموړي په هکله تر اوسه معلومه نه ده، چې تر څه مهاله به په توقیف کې ساتل کېږي.
ښاغلی زمان د چارشنبې پرورځ ګهیځ وختي بې یونیفورمه امنیتي کسانو پلازمېنې ډاکې ته نژدې له خپل کوره نیولی و. د ورځپاڼې اداري کسان چې ده ورسره دنده درلوده، تر نژدې ۳۰ ساعتونو پورې نه پوهېدل، چې نوموړی چېرې دی، ځکه پولیسو او نورو امنیتي ادارو ویلي و، چې دوی یې له ځای ځایګي بې خبره دي.
په هغه رپوټ کې چې له کبله یې شمس الزمان نیول شوی، د بنګله دېش ولس د ازادۍ ورځې په مناسبت د خپل ورځني ژوند په هکله غږېدلي وو. په دې رپوټ کې د یوه مزدور د خولې خبره راخیستل شوې وه، چې وايي: ''په داسې خپلواکي به څه وکړو، چې موږ د وریجو اخیستو توان نه لرو.''
د بیو لوړېدو شکایتونه
دا نقل قول ته د هغو زیاتېدونکو اندېښنو په نظر کتل کېدل، چې پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته په ټوله نړۍ کې د خوراکي توکو بیو لوړېدو سره راټوکېدلې دي.
د پروتومالو دا رپورټ خورا ډېر لاس پر لاس شو، خو پر خواله رسنۍ فېسبوک د یوه بل سړي له تصویر سره خپور شوی و. د ورځپاڼې اجرائي مدیر سجاد شریف په دې هکله بي بي سي ته وویل: کله چې موږ له تېروتنې خبر شوو، سملاسي مو رپوټ لېرې کړ او له ''ترمیم'' شوې بڼې سره مو یو وضاحت خپور کړ.''
نوموړي زیاته کړه: ''خو موږ اوس هم د اصلي رپوټ پر خبره ولاړ یو او د مزدور د خولې خبره هم په کره بڼه راخیستل شوې.''
بل لور د عوامي لیګ واکمن ګوند پلویان پر ورځپاڼه تور لګوي چې هېواد بدناموي.
پولیسو د ورځپاڼې له مسوول مدیر مطیع الرحمان او ویډیويي خبریاله هم د ناندریزو ډیجیټل امنیت قانون له مخې پوښتنې، ګروېږنې پیل کړې دي.
بنګله دېشي خبریالان وايي، دوی د وېرې، ترهې په چاپېریال کې کار کوي او د شیخ حسینه واجد پر حکومت د نیوکو خبري پوښښ کې پرې فشار ډېرېږي. د رسنیو ملاتړي سازمانونه وايي، له ۲۰۱۸ کال راهیسې د نژدې ۲۸۰ بنګله دیشي خبریالانو پر ضد قضیې ثبت شوې دي.


















