کرېکټ: افغانستان ټېسټ لوبه شري لنکا ته وبایلله

د عکس سرچینه، ACB
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان او کوربه شري لنکا تر منځ د یوازینۍ او لومړنۍ ټېسټ لوبې په څلورمه ورځ افغانستان د دویمې پاڼۍ لومړۍ ورځې پرتله ښه توپ وهنه ونه کړه.
په څلورمه ورځ افغان توپ وهونکو یو په بل پسې خپلې وېکټې له لاسه ورکړې. او د تېرې ورځې پرتله چې ډېره ښه لوبه یې کړې وه، هغه شان یې پر لوبه واک نه درلود.
افغان لوبډلې د څلورمې ورځې په پیل کې خپل نهه لوبغاړي یوازې د ۹۳ منډو په جوړولو له لاسه ورکړل. په نننۍ (څلورمه ورځ) لوبه کې یوازې ناصر جمال وتوانېد چې ۴۱ منډې وکړي او نورو لوبغاړو یې ملګرتیا ونه شوه کړای.
افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ ورځ هم خپل اته لوبغاړي یوازې د ۸۲ منډو په بدل کې له لاسه ورکړي وو.
د دویمې پاڼۍ په لومړۍ ورځ افغان لوبډلې تر ډېره پر لوبې واک درلود او یوازې د یوه لوبغاړي په سوځېدو یې ۱۹۹ منډې جوړې کړې وې. خو څلورمه ورځ یې ښه پیل نه کړه. افغانستان په دویمه پاڼۍ کې د لسو لوبغاړ په له لاسه ورکولو ۲۹۶ منډې وکړې.
شري لنکا د ګټلو لپاره یوازې ۵۵ منډو منډو ته اړتیا لرله. دغې لوبډلې ډېره تېزه لوبه وکړه او ټاکلی هدف یې د لوبې په اتم اوور کې پوره کړ. او افغانستان ته یې په لسو وېکټو ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی پرابت جیسوریا شو، هغه وتوانېد په لومړۍ پاڼۍ کې درې او په دویمه کې پنځه لوبغاړي وسوځوي.
په دغې لوبې کې ابراهیم ځدراڼ سلیزه وکړه او رحمت شاه پر له پسې پنځوسیزې وکړې. دغه راز په ټېسټ سیالیو کې د افغان لوبغاړو ترمنځ په لومړي ځل د سر لوبغاړو ( اوپنرانو) د ۱۰۶ منډو اوږده ملګرتیا هم وشوه.
لوبډلمشر څه وايي؟

د عکس سرچینه، ACB
افغان لوبډلمشر حشمت شهیدي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، "هلکانو ښه لوبه وکړه. زه د خپګان احساس کوم، موږ په لومړۍ پاڼۍ کې ښه لوبه ونه کړه او مخالفې لوبډلې ته مو چانس ورکړ. په دویمه پاڼۍ کې یو ځل بیا پیاوړي راستانه شولو، خو بریا مو په برخه نه شوه. زما په اند دا په ټېسټ کرېکټ کې د تجربې کموالی دی او همدارنګه په سره توپ د لوبېدو ډېر فرصت مو نه دی موندلی. موږ په ټېسټ کرېکټ کې نوي یوو او دا زموږ لپاره د زده کړې بهیر دی. هیله ده موږ له دې لوبې څخه زده کړه وکړو او پرمخ لاړ شو، ځکه په راتلونکو شلو ورځو کې به بله ټېست لوبه ولرو."
افغانستان به وروسته تر دې له شري لنکا سره درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ هم لري. افغان کرېکټ بورډ تېره ورځ د یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه. د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې لخوا دغو سیالیو ته د حشمت الله شهیدي په مشرۍ پنځلس کسیزه لوبډله کې رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، ریاض حسن، اکرام علیخېل، محمد نبي، ګلبدین نایب، عظمتالله عمرزی، نور احمد لکڼوال، مجیب الرحمن، فضلالحق فاروقي، نوید ځدراڼ، فرید ملک او قیس احمد غوره شوي دي.
شرف الدین اشرف، شاهدالله کمال، عبدالرحمن او بلال سمیع به دې له لوبډلې سره د احتیاطي لوبغاړو په توګه مله وي.
ټاکلې د افغانستان او شري لنکا ترمنځ د دغو دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ سیالي راتلونکې جمعه (د فبرورۍ ۹مه) د کېنډي په پالېکېلي کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.





















