نېټفلیکس هغه فلم لیري کړ، چې د هندیانو سخت غبرګونونه یې راپارولي وو

india

د عکس سرچینه، ZEE STUDIOS

د خپرېدو وخت

نېټفلیکس د اناپورني فلم وروسته له هغې لیري کړ چې، د "د هندي وګړو د احساساتو د زیانمنولو" له امله یې تند غبرګونونه راوپارول.

دې فلم کې د نایانتارا په نامه یوې لوبغاړې مرکزي رول لوبولی چې غواړي اشپزه شي.

په فلم کې هغه ښکاري چې د خپلې کورنۍ د مذهبي عقیدي خلاف کار کوي، غوښه پخوي او خوري يې.

ډېر هندیان د خپلو مذهبي عقایدو له امله غوښه نه خوري.

هند کې سخت دریځو پر دي او نورو صحنو سختې نیوکې کړي دي.

د فلم په یوه بله صحنه کې هم لیدل کېږي، چې نایانتارا په لمانځه درېږي او ورپسې بیریاني پخوي.

یوې بلې صحنې یې هم د هندیانو غوسه راپارولې چې د فلم یو مسلمان کرکټر پکې وايي"د هندیانو خدای (رام) غوښه خوړلې"

د دې فلم جوړوونکو تر دې مهاله د دې موضوع په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دې فلم کې د نایانتارا او دوه نورو کسانو په اړه مادیا پرادېش ایالت کې د پولیسو قضیه هم ثبت شوې ده.

هند کې سخت دریځو ډلو ملاتړو وروستیو کې ډېر فلمونه او نندارې د دوی مذهبي احساساتو او عقایدو ته په سپکاوي تورن کړي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې د امازوم پرایم د Tandav په نامه د نندارې د خپرولو له امله د هندي خدایانو ته په سپکاوي تورن شو او بښنه یې وغوښته.

د اناپوراني فلم د ډسمبر پر لومړي نېټه سینما ګانو کې خپور شو او د منتقدینو نیوکې یې راوپارولې.

دا نیوکې وروسته له هغې لا پسې ډېرې شوې چې، فلم د ډسمبر پر ۲۹مه پر نیټفلیکس خپور شو.

رویټرز رپوټ خپور کړی چې، د ویشوا هندو پریشاد سخت دریځو غړو ممبيي کې د نېټفلیکس دفتر بهر شعارونه ورکول.

د تېرې پنج شنبې پر ورځ د ویشوا هندو پریشاد یوه ویاند د (زي سټوډیو) په نامه د هغه شرکت د بښنې خبرپاڼه هم خپره کړه چې د دې فلم په جوړولو کې ښکېل و.

په دې خبرپاڼه کي راغلي :"مونږ د دې فلم د جوړوونکو په توګه هېڅ داسې اراده نه لرو، چې د هندي ټولنې مذهبي احساسات زیانمن کړو."

دې خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې، د فلم جوړوونکي به د دې فلم په تړاو راپورته شوې اندېښنې په پام کې ونیسي او نیټفلیکس سره په ګډه کار کوي چې د ستونزې د حل تر وخته یې له دې پلټفارمه لیري کړي.

یاد شرکت په دې تړاو د بي بي سی پوښتنو ته ځواب نه دی ویلي.

داسې حال کې چې ځینې د نېټفلیکس له دې اقدامه خوښ دي، خو نور پرې بیا ناخوښي څرګنده کړې ده.

پاروتي تیرووتو په نامه یوې هنرمندي ویلي "دا کار به ښې پایلي و نه لري."