بریتانیا ټیکټاک د ماشومانو د معلوماتو د نامناسبې کارونې له کبله ۱۲٫۷ میلیونه پونډه جریمه کړ

د عکس سرچینه، NURPHOTO
د بریتانیا د معلوماتو د څار ادارې ویلي، ټیک ټاک د ماشومانو د محرمیت په ساتنه کې د پاتې راتلو له امله 12.7 ملیون پونډه جریمه شوی.
دا په داسې حال کې دي چې پر دغه ټولنیزه رسنۍ په نړیواله کچه محدودیتونه ډېرېدونکي دي. استرالیا هم د ګڼو اروپايي او لویدیځو په څېر په حکومتي وسایلو کې د امنيتي اندېښنو له امله پر دغه اپلېکېشن بندیز ولګاوه.
افغانستان او پاکستان هم د هغو هېوادونو په کتار کې دي چې پر دغه اپلېکېشن يې پخوا لا بندیز لګولی.
د بریتانیا د معلوماتو د کمیشنر دفتر (ICO) په یوه څېړنه کې موندلې چې د ویډیو شریکولو اپ یا کاریال ټیک ټاک د ډېټا یا د معلوماتو د ساتنې قانون مات کړی. دغه بنسټ ویلي د جريمې وړ دا سرغړونې د ۲۰۱۸ د مې او د ۲۰۲۰ د جولای تر منځ شوې.
که څه هم ټيک ټاک وايي، د ICO له دې پریکړې سره موافق نه دي.
دا یو له هغو درنو جریمو ده چې د برېتانیا د معلوماتو د کمېشنر بنسټ تر اوسه لګولې. خو دا لاهم د هغه څه نیمایي ده چې ICO يې تیر کال پر ټیک ټاک د اېښودلوګواښ کړی و.
د تېر زیږيدي کال په سپتمبر میاشت کې، د معلوماتو د خونديتوب دغه څارونکي بنسټ ټیک ټاک ته د "ارادې خبرداری" یاد احتمالي جریمې په اړه مخکې خبراوی هم ورکړی و.
د برېتانیا د معلوماتو د کمیشنر دفتر اټکل کوي چې TikTok په 2020 کې د برېتانیا تر 1.4 ملیونه پورې له دیارلسو کلونو ټيټ عمره ماشومانو ته د دغه اپلېکېشن د کارولو اجازه ورکړې وه، په داسې حال کې چې خپل قانون يې هم داسې دی چې د دغه عمر ماشومانو ته د حساب جوړولو اجازه نه ورکوي.
د انګلستان د معلوماتو د خونديتوب قانون وايي هغه پلیټ فارمونه چې شخصي معلومات کاروي کله چې د ۱۳ څخه کم عمر ماشومانو ته معلومات وړاندې کوي باید د میندو او پلرونو خوښه یا رضایت ولري.
ټیک ټاک د قوانینو اطاعت نه کوي
د بریتانیا د معلوماتو کمیشنر جان اډوارډز ویلي، "داسې قوانین حاکم دي چې په ډیجیټل نړۍ کې هم زموږ د ماشومانو له خوندیتوبه همداسې ډاډ رامنځته کړي لکه څنګه چې دوی په فزیکي نړۍ کې خوندي دي. ټیک ټاک د دغو قوانینو اطاعت نه کوي.
هغه زیاته کړې، "نو، د ۱۳ کلونو څخه کم عمره شاوخوا یو مېلیون ماشومانو ته په نامناسب ډول دغه پلیټ فارم ته لاسرسی ورکړل شوی و په داسې حال کې چې ټېک ټاک د دوی شخصي ډېټا او معلومات هم راټولوي او کاروي. دا پدې مانا هم ده چې د دوی ډېټا ښايي د دوی د تعقیبولو او پېژندلو لپاره کارول شوې وي؛ او په هر ځل کتلو کې احتمالي زیان رسوونکې او نامناسبه منځپانګه هم وړاندې کوي".
هغه زیاته کړې: "ټېک ټاک باید په دې ښه پوه وی. ټېک ټاک باید دا په سم ډول ترسره کړي وی. زموږ ۱۲.۷ مېلیونه پونډه جریمه د هغه اغېز جديت ښيي چې د دوی دغې ناکامۍ درلودلی شو".
د ټیک ټاک یوه ویاند بي بي سي ته ویلي چې دغه پلېټ فارم پر دې ډیره پانګونه کړې چې دغه سایټ ته له ۱۳ کلونو د کم عمرو ماشومانو د لاسرسي مخه ونیسي.
هغه زیاته کړې "زموږ د خونديتوب ۴۰۰۰۰ قوي ټیم دوامدار کار کوي تر څو دا پلټفارم د غړو لپاره خوندي وساتي".
هغه دا هم ویلي چې "په داسې حال کې چې موږ د ICO له پریکړې سره موافق نه یو، چې دا پرېکړه د ۲۰۱۸ د مې او د ۲۰۲۰ د جولای ترمنځ پړاو په اړه ده، موږ خوښ یو چې نن اعلان شوې جریمه د تیر کال له وړاندیز شوې هغې تر نیمایي کمه شوې ده. موږ به د پرېکړې بیاکتنې ته دوام ورکړو او په راتلونکو ګامونو غور کوو."
د اسټرالیا بندیز
دا په داسې حال کې دي چې پر دغه ټولنیزه رسنۍ په نړیواله کچه هم محدودیتونه ډېرېدونکي دي. استرالیا هم د ګڼو اروپايي او لویدیځو په څېر په حکومتي وسایلو کې د امنيتي اندېښنو له امله پر دغه اپلېکېشن بندیز ولګاوه.
د رویټرز د ريپوټ له مخې دا بندیز هغه اندېښې غښتلې کوي چې چین د دغې بېجنګ مېشتې کمپنۍ د کاروونکو معلومات د خپلې سیاسي اجنډا لپاره کاروي. خو ټیک ټاک ویلي د استرالیا پر دغه پرېکړه سخت خواشيني دي او دا يې سیاسي، نه واقعي پرېکړه بللې.
د استرالیا بندیز د استخباراتي معلوماتو شریکولو د فایف آیز یا پنځو سترګو شبکې په غړو هېوادونو کې له ورته اقدام وروسته راځي چې د استرالیا په ګډون، کاناډا، امریکا، برېتانیا او نیوزيلانډ پکې شامل دي او ټولو په حکومتي وسایلو کې پر ټیک ټاک بندیز لګولی و. فرانسې، بلجیم او اروپايي کمېسیون له وړاندې لا ورته بندیزونه لګولي وو.
د افغانستان، پاکستان او ایران په څېر هېوادونو کې هم پر دغه اپلېکېشن بشپړ بندیز دی. خو ځینې راپورونه ښيي چې له بندیزونو، محدودیتونو او ممنوعیتونو سره سره لا هم په ځينو هېوادونو کې کاروونکي لري. ځینې هېوادونو لکه ایران بیا داسې ګامونه هم اوچت کړي چې له فېلترونو او نورو هڅو سره سره ورته لاسرسی شونی نشي.





















