کرېکټ نړیوال جام؛ افغانستان پچه ګټلې او توپ اچونه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عنایت الحق یاسیني
- دنده, چینای، هند
- د خپرېدو وخت
د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ د کرېکټ نننۍ لوبې پچه افغانستان ګټلې خو د توپ اچونې یا بالېنګ پرېکړه یې کړې ده.
اوسمهال د نیوزیلنډ لوبغاړي توپوهنه کوي.
د نیوزیلنډ کرېکټ لوبډله په روان نړیوال جام کې له درېیو بریاو سره د جدول د سر په ټیمونو کې ده او خپلې تېرې لوبې یې په ښه توپیر ګټلې دي.
افغانستان که څه هم تر اوسه د ۲۰۲۳ کال دې جام کې یو بری لري، خو د یو ورځنیو لوبو د تېر جام د اتل 'انګلنډ' پر وړاندې دې لویې بريا د لوبغاړو مورال لوړ کړی دی.
نیوزیلنډ د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام پایلوبه کې له انګلنډ ماتې خوړلې وه، سږ کال یې دلته په لومړنۍ لوبه کې انګلنډ ته ماتې ورکړه.
په دې توګه نیوزیلنډ او افغانستان دواړه له هغو ټیمونو دي چې په روانو لوبو کې یې د کرېکټ د یو ورځنیو لوبو نړیوال اتل ته ماتې ورکړې دي.
دلته په چینای کې د تمرین په ورځ راته د افغانستان لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي وویل "دې بري ډېر اعتماد راکړی او هر بری راتلونکې لوبې کې ډېره مرسته کوي او مورال ډېر لوړ وي. په نیوزیلنډ د بري په نیت به میدان ته داخلیږو".

د عکس سرچینه، Getty Images
د چینای لوبغالي ویشتنځی یا پېچ سپن توپ اچوونکو ته ښه بلل شوی.
افغانستان به له خپلو سپن یا سوکه بالرانو دې لوبې کې د پوره ګټې اخیستو هڅه کوي.
له انګلنډ سره سیالۍ کې هم افغان سوکه توپ اچوونکو ۸ لوبغاړي سوځولي وو.
همدا راز په توپوهنه کې هم رحمان الله ګربز په فام کې دی او تېره لوبه کې یې افغانستان ته یو ښه پیل ورکړ.
خو له سوځېدو وروسته د احساساتي چلن له امله د 'ای سي سي' لخوا د ډسېپلین یو منفي پواینټ یا نومره ورکړ شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د 'ای سي سي' د اصولو له مخې که کوم لوبغاړی په دوو کلونو یا ۲۴ میاشتو کې دا ډول څلور منفي نومرې واخلي، له دوو راتلونکو لوبو منع کېږي.
دا نومرې تر دوو کالو د اړوند لوبغاړي د نوم پر وړاندې ثبت وي.
د نیوزیلنډ د توپ اچوونې برخه کې پیاوړي لوبغاړي لري.
مېچل سانټنر، تر دې دمه شویو لوبو کې د هندوستان له وتلي توپ اچوونکي 'بومرا' سره د زیاتو وېکټو اخیستونکو لوبغاړو د لیست په سر کې دی.
د نیوزیلنډ د ټیم موقت کپتان 'ټام لیتم' دلته خبریالانو ته وویل "افغانستان څو ورځې وړاندې یو لوی بری درلود. ښه کرېکټ یې وکړ. دې له هغوی سره باور او اعتماد کې مرسته کړې، او باوري یم چې هڅه به کوي چې مونږ سره هماغه ډول سیالي وکړي. دا به یو لوی چلنج وي، ځکه مونږ تېر کې افغانستان سره ډېرې لوبې نه دي کړي او دې سیالۍ ته شېبې شمارو".

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم د ټپ له امله د کپتان 'کېن ویلیامسن' د برخې اخیستو یا نه اخیستو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو تېرو لوبو کې یې ځای ناستی 'ټام لیتم' خپلې لوبډلې او هېواد لپاره ښه ثابت شوی دی.
افغانستان او نیوزیلنډ تر دې وړاندې په وروستي ځل یو ورځنۍ لوبه کې د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې په انګلستان کې سره مخامخ شوي وو.
هغه سیالي نیوزیلنډ په اوو ویکټو ګټلې وه.





















