سیمه ییز تماس ډله د تهران غونډه کې د افغانستان راتلونکې لپاره د یوې لار نقشې په تړاو غږېدلې

د عکس سرچینه، ISNA
د افغانستان په تړاو د سیمه ییزې اړیکډلې په نامه د سیمې هېوادو دویمه ناسته د طالبانو حکومت له ګډون او حضور پرته نن د ایران په کوربتوب په تهران کې ترسره شوه.
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د افغانستان د راتلونکې جوړونې لپاره د یوې هر اړخیزې لار نقشې د چمتو کېدو په تړاو خبرې د دې غونډې د بحث یوه مهمه موضوع بللې.
هغه وویل په دې غونډه کې پر سیمه ییز ابتکار ټینکار وشو یعنې له افغانستان سره له بشري مرستو رانیولې تر امنیت، ثبات او ترهګرۍ ضد مبارزې پورې ټولو برخو کې باید سیمه ییزې همکارۍ په پام کې وساتل شي.
ښاغلي قمي ویلي، د تماس ډلې او د سیمې هېوادونو له نظره ځینې لومړیتوبونه دي چې د دوحې درېیمې غونډې ګډونوالو سره شریک شي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي، که څه هم د تهران غونډې ته وربلل شوي، خو دوی پکې ګډون نه کوي.
د دغه وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د افغانستان په اړه ناستې باید له معمولو او منل شویو میکانېزمونو په استفادې جوړې شي.
هغه د تهران غونډې په اړه د روسيې، ايران او چين د استازو د څرګندونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، هر هېواد دغې غونډې ته جلا نوم ور کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، ایران دغه غونډه سیمه ییزه اړیکډله، روسیې د مسکو فارمټ او چین چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې یې د افغانستان لپاره د تماس د نړیوالې ډلې له جوړیدو سره مخالفت کړی، د سلامشورو لپاره یو فرصت ګڼلی دی.
د یادونې ده چې په دې ناسته کې پر ایران سربېره افغانستان لپاره د پاکستان، چین، او روسیې ځانګړو استازو ګډون کړی دی.
افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په دغه غونډه کې د طالبانو نه ګډون ته په اشاره ویلي، هغوی د ګډون او نه ګډون اختیار لري، خو د تهران غونډې ټرېبیون د دوی لپاره ښه فرصت و.
هغه ویلي "زموږ دعوت؛ د څلور هېوادونو یو پیغام و چې د سرپرست حکومت چارواکي راشي او له دې ترېبیونه استفاده وکړي. موضوع یوازې د سرپرست حکومت نه ده، د افغانستان له جغرافیې تر اوسه هم دوښمن هڅه کوي، د سیمې هېوادونو ته ستونزې جوړې کړي."
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي وویل، باید په پام کې ولرو هر هغه څه چې افغانستان کې پېښېږي، پر سیمه خپلې اغېزې لري.
هغه وویل "...پر همدې بنسټ پرېکړه وشوه چې دا مهمې مسلې د مکتوب په بڼه چمتو شي او له دپلوماتیکو لارو سرپرست حکومت ته ورکړل شي. د تماس ډلې او د سیمې د هېوادونو له نظره ځینې لومړیتوبونه دي چې د دوحې درېیمې غونډې ګډونوالو سره هم شریک شي."
ښاغلي قمي وویل، په مسکو، کندهار، ایران او پاکستان کې شوي بریدونه ښيي چې داعش خراسان ډله پیاوړې کېږي او "پروني اشغالګر" یې ملاتړ کوي.

د عکس سرچینه، ISNA
هغه زیاته کړه، په نننۍ غونډه کې زموږ یوه مهمه موضوع دا وه چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه وکولی شي د دغو اندېښنو د رفع کولو په برخه کې د سیمه ییز جمعي حرکت او سیمه ییز ابتکار له لارې خپل رغنده رول ولوبوي.
ښاغلي قمي ایران او پاکستان کې د میلیونونو افغان کډوالو د اوسېدو یادونه هم وکړه، چې په کار ده بېرته ګرځېدو ته یې لارې چارې وکتل شي.
دا د افغانستان په اړه د سیمه ییز تماس د غونډو د لړۍ دویمه ناسته ده.
د دې لړۍ لومړۍ غونډه شاوخوا څلور میاشتې وړاندې په کابل کې جوړ شوې وه.
دا ناسته په داسې وخت کې کېږي، چې ملګرو ملتونو لخوا په دوحه کې د افغانستان په تړاو درېیمې غونډې ته چمتووالی روان دی.





















