په تهران کې د افغانستان په هکله 'د سیمه ییزې اړیکډلې' غونډه کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسی زی
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
ټاکل شوې چې د افغانستان په تړاو د سیمه ییزې اړیکډلې په نامه د سیمې د هېوادو دویمه ناسته نن د ایران په کوربتوب په تهران کې وشي.
پر ایران سربېره به په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د پاکستان، چین، او روسیې استازي ګډون کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ګډونوال به د افغانستان پر راتلونکي سره وغږېږي.
دا ناسته په داسې وخت کې کېږي، چې د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملګرو ملتو بلې غونډې ته هم چمتووالی روان دی چې د دې ټولنې او سیمه ییزو هېوادو استازي پرې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره هم غږېدلي دي.
تازه د ملګرو ملتو ځانګړې استازې په همدې اړه په کابل کې د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړې دي.
دا د افغانستان په اړه دسیمه ییز تماس د غونډو د لړۍ دویمه هغه ده چې تهران یې کوربه دی. د دې لړۍ لومړۍ غونډه شاوځوا څلور میاشتې وړاندې په کابل کې جوړ شوې وه.
ټاکل شوې په دې غونډه د افغانستان لپاره د ایران، روسیې، پاکستان او چین ځانګړي استازي برخه ولري. د غونډو دا لړۍ د ایران په وړاندیز پیل شوې ده.
د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې د سویلي آسیا د چارو مدیر سید رسول موسوي پر ایکس یوه بیان کې ددې غونډې په اړه ویلي د چین، ایران، پاکستان او روسیې ځانګړي استازي به د افغانستان د راتلونکي په اړه په دې غونډه کې خبرې وکړي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان په اړه د تهران غونډه د سیمه ییزې همکارۍ او همغږۍ په رڼا کې د افغانستان او سیمې لپاره د سولې ، ثبات او پراختیا پيغام لري.
د افغانستان په اړه د یادو څلورو واړه هېوادونه نظرونه او اندېښنې تر ډېره یو دي او ټينګار کوي چې د افغانستان ستونزې او کشاله باید د سیمه ییزه همکارۍ له مخې هوارې شي. څلورو واړه هېوادونو د طالبانو له خوا معرفي شوي د پلوماتیک استازي منلي دي.
د دې غونډې په اړه پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ وویل دا غونډه د افغانستان په اړه د سیمه ییزې همکارۍ لپاره ډېره مهمه ده. هغې دغه راز وویل دا مهمه ده چې د سیمې هېوادونه افغانستان کې د ثبات او امنیت لپاره مشورې وکړي تر څو دا ډاډ تر لاسه شي چې افغانستان سیمه کې د ترهګرۍ په مرکز بدل نه شي.
دا غونډه د تهران په کوربه توب داسې مهال را بلل کیږي چې ټاکل شوې درې اوونۍ وروسته په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډو د لړۍ دریمه ناسته جوړه شي.
ویل کیږي په دې غونډه کې به په افغانستان کې د یوه ټول ګډونکي حکومت پر رامنځته کولو، د طالبانو له ادارې سره د نړیوالې ټولنې د چلن ، پر بشري او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر حقونو او د افغانستان لپاره دیوه ځانګړي استازي پر ټاکلو خبرې وشي.
د دې غونډې لپاره چمتووالی روان دی ، دې لړ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د دفتر یوناما مشرې روزا اتونبایېوا پرون د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي سره کتلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو یوه بیان کې ویلي امیرخان متقي له میرمن اتونبایېوا سره د دوحې راتلونکې غونډې پر اجنډا او په دې اړه پر همغږۍ خبرې کړي دي. د نوموړي له قوله ویل شوي چې داسې اجنډا دې جوړه شي چې د ټولو لپاره د منلو وي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
هغه ویلي د دوحې غونډې په اړه یې خپل نظر له ټولو خواوو سره شریک کړی او په دې برخه کې له ټولو اړخونو سره کار کوي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت بیان کې د میرمن اوتونبایېوا له قوله ویل شوي غواړي د اجنډا په اړه د طالبانو نظر واوري او د اجنډا له چمتوکولو وروسته به د دوی استازي هم وبلل شي.
که څه هم د دوحې د دریمې غونډې اجنډا لا وروستۍ نه ده، خو دبشري حقونو ځینو بنسټونو د غونډې په اړه اندېښنې ښودلې دي.
پرون د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او عمومي اسمبلۍ یوه لیک کې غوښتنه وکړه چې د افغان ښځو د حقونو مسله د غونډې د اجنډا مهمه برخه وګرځي.
په دغه لیک کې ټينګار شوی چې د زده کړې، کار، او جامو په ګډون په ټولو برخو کې دې پر افغان نجونو او میرمنو لګول شوي محدودیتونه زر تر زره او له کوم قید او شرط پرته لرې شي.
د بشري حقونو دغو سازمانونو غوښتنه کړې چې د عامه ژوند په ټولو اړخونو او په هر ډول سیاسي بهیر کې په ځانګړې توګه د دوحې په راتلونکې غونډه کې دې د افغان ښځو بشپړ، مساوي او معنی لرونکي ګډون ډاډمن کړي.





















