بې سرپرسته کندهارۍ مېرمنې: "تر خیرات غوښتلو کار ښه دی"

Women

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د افغانستان په سویلي ولایت کندهار کې یوه پانګوال د ۷۰ مېرمنو په ګډون ۳۰۰ کسان د جامو ګندلو، جامو مینځلو، ډوډۍ پخولو او د برېښنا ګروپونو د تولید برخو کې پر کار ګومارلي دي.

د عزیزي ګروپ په نامه دغه سهامي شرکت کې پر جامو مینځلو او ډوډۍ پخولو بوختې مېرمنې چې لویه برخه یې کونډې یا بې سرپرسته دي، وایې ګټه یې لږه خو تر خیرات غوښتلو ښه ده.

دلته پر کار بوختې ډېرې مېرمنې نالوستي او د خپلو کورنیو سرپرستې دي.

دوی اړې دي چې له کوره د باندې داسې کارونه وکړي، چې لیک لوست ته پکې ډېره  اړتیا نه وي .

د عزیزي ګروپ یو غړی عتیق الله عزیزي وایې "دا هغه مېرمنې دي چې د کور مشر نارینه نه لري، بې وزلې دي او اقتصادي ستونزې يې مخ په زياتېدو وې، چې له خیرات ټولولو پرته یې بله لاره نه درلود. خو اوس دلته کار کوي او د خپلو کورنیو لپاره ګوله ډوډۍ ګټي."

ښاغلی عزیزی وایي هڅه کوي، چې د دغه ګروپ ونډوال زیات کړي څو ډېرو مېرمنو ته کار پیدا کړي.

افغانستان کې عمومآ هغو ښځو ته، چې مړونه یې د دولتي دندو پر مهال جګړه کې وژل شوي، د حکومت لخوا د مېړه د تقاعد پيسې ورکول کېږي.

 خو واک په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو تر رسېدو را وروسته دا پیسې درېدلی دي.

Kandahar

هغه ښځې چې مېړونه د دولت کارکوونکي نه وي، له کونډېدو وروسته نه یوازې دا چې له دغې لاس نیوي بې برخې دي، ځان بسیاېني لپاره یې کوم ځانګړی پروګرام هم نشته.

د سحر په نوم یوه کندهارۍ مېرمن چې د کور یوازینۍ ګټیالۍ ده او د عزیزي ګروپ له خوا جوړ شوي نانوايي کې کار کوي، وایي ګټه یې که څه هم زیاته نه ده خو له خیرات غوښتلو ډېره ښه ده .

سحر وايي "دا کار له شاوخوا لسو میاشتو راهیسې پیل شوی، په دې لسو میاشتو کې مې دوه ورځې رخصتي اخیستې - نور  هره ورځ دلته د کار لپاره راځم او خوشحاله یم. کله چې په کور کې یم، یوازینۍ اندېښنه مې دا وي، چې خدای دې دا کار راباندې نه دروي - بیا به د کور کرایه او لګښت له کومه کوم." 

نوموړې زیاتوي، ډېرې ښځې چې مخکې بې کاره وې، یا یې خیرات غوښت، اوس دلته په کار بوختې دي.

خو د هغو مېرمنو شمېر ډېر دی چې د دې کار لاره یې هم پر مخ نه ده خلاصه او یا دا چې نه ورته پيدا کېږي.

دری کاله وړاندې په همدې ولایت کې د ښځو اقتصادي ودې پروګرام له لارې، د یو میلیون ډالرو په لګښت د مېرمنو ځانګړی مارکیټ جوړ او ۲۵۰ ښځو پکې د لاسي صنایعو ترڅنګ کوچني سوداګریز فعالیتونه کول .

خو دغه مارکېټ څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت  له لوري د ښځو د زد‌کړو، او کار ځنډولو په لړ کې بند او په دغه مارکیټ کي بوختو مېرمنو هم خپل روزګار له لاس ورکړ .

women

د عکس سرچینه، Getty Images

د اکبر يا افغانانو لپاره د بشري او پرمختیایي مرستو د همغږۍ ادارې د مالوماتو پر بنسټ کندهار ولایت کې په ۵۳ مرستندويه موسسو کې څه باندي ۱۵۰۰ مېرمنو کار کاوه.

د طالبانو حکومت له خوا په  بهرنیو مرستندويه بنسټونو کې د مېرمنو پر کار د بندیز له کبله دغو مېرمنو خپلې دندې له لاسه وکړې دي .

په افغانستان کې چې د ښځې ژوند تر ډېره له  مېړه سر تړلى، د داسې کونډو او بې وزلو مېرمنو شمېر کم نه دى چې دغو کندهارۍ میرمنو ته له ورته برخليک سره مخ دي.

په دغه هېواد کې له لسيزو راهیسې جګړو سلګونه زره ښځې کونډې کړې او ځینې شمېري ښیي، چې د دغه هېواد په هرو ۵  کې یوه ښځه کونډه ده.