پاکستان کې مې نهمې احتجاجونو یو کال: لومړي وزیر او د پوځ مشر وايي حساب کتاب به کېږي

د خپرېدو وخت

نن (پنجشنبه) پاکستان کې پوځ خلاف د تحریک انصاف ګوند د ملاتړو له تاوتریخوالي د ډکو احتجاجونو لومړۍ کلیزه ده.

د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف په همدې تړاو اسلام اباد کې یوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د مې نهمې پېښو کې ښکېلو کسانو ته به خامخا سزا ورکول کېږي.

هغه دغه احتجاجونو ته په هېواد کې دننه "د وېش د سیاست، بغاوت او د پوځ دننه" درځ رامنځته کولو هڅې نوم ورکړی دی.‌

ښاغلي شریف دغو احتجاجونو کې ښکېلو کسانو ته د سزا ورکول ځکه "ضروري" بللي، چې د نوموړي په وینا "څوک په راتلونکې کې بیا د دا ډول فکر کولو جرات ونه کړي."

د ۲۰۲۳ کال د مې پر نهمه د پاکستان بېلابېلو ښارونو کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه تر هغې وروسته پیل شول چې امنیتي ځواکونو د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ونیو.‌

هغه د نیول کېدو پر مهال د اسلام اباد لوړه محکمه کې و.

احتجاج کوونکو راولپنډۍ کې د پوځ د مرکز مخې ته راټول شوي او په لاهور ښار کې یې پر 'کور کمانډر هاوس' برید کړی و.‌

پر همدې ورځ د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور او بلوچستان کې هم لاریونونه شوي وو چې پر مالي زیانونو سربېره مرګژوبله هم پکې اوښتې وه.‌

اوس د پاکستان لومړی وزیر وايي دا د "بغاوت یوه منظمه دسیسه وه."

هغه ویلي "قانون به پلی کېږي، عدالت به تامینېږي، پرې نه نږدو چې بیا کله داسې ورځ راشي."

د شهباز شریف کابینې پنجشنبه په دې تړاو ځانګړې غونډه هم جوړه کړې وه.‌

نوموړي د کابینې غونډې ته هم ویلي وو چې "د مې د نهمې [احتجاجونه] د پاکستان د حکومت،‌ پوځ او سپه سالار خلاف بغاوت و چې ناکامه کړای شو."

ښاغلی شریف زیاته کړې، چا چې دغه سازش کړی و، غواړي نن یې هم اور بل وساتي او د ده په وینا د ولس پر سترګو د "درواغو پرته" واچوي.‌

هغه وویل که د پاکستان دیموکرایت غورځنګ د عمران خان خلاف د مالي‌فساد دوسیه پر مخ نه وای وړې او د هغه لاسپوڅی حکومت یې نه وای بېواکه کړی، نو ښايي د مې نهمې پېښې نه وای شوې.

منیر: "جوړجاړی به ونشي"

هم‌مهال د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر هم ویلي چې د مې د نهمې پېښو سازمانوونکو خلاف "نه ردېدونکي شواهد" موجود دي او دا چې جوړجاړی ورسره نشي کېدای.

هغه ویلي د دغو احتجاجونو اصلي طراحان به چې اوس ځانونه د ده په وینا د غېزمنو په توګه معرفي کوي، د خپلو کړنو ځواب وايي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر 'ای‌اېس‌پي‌ار' لخوا یوه خپاره شوي بیان کې د ښاغلي‌ منیر له خولې ویل شوي چې "د مې نهمې پلان جوړوونکي، اسانچاري او مجرمان به د ملکي قانون له مخې د عدالت میز ته کېنول شي."

د پاکستان د پوځ مشر زیاته کړې، چې که په دې تړاو د پاروونکو د ځواب ویلو خبره شي، نو د پوځ زغم هم یو حد لري او باید دا زغم یې کمزوری ونه ګڼل شي.

هم‌مهاله د پاکستان د لومړي وزیر د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناالله چې د مې د نهمې احتجاجونو پر مهال د کورنیو چارو وزیر و – دغه لاریونونه "مجرمانه عمل" بللی چې د نوموړي په وینا "جرمي محاکمې" ته اړتیا لري.

هغه ویلي په دې تړاو چا سره خبرو اترو ته هېڅ اړتیا نشته.

د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه

بله خوا د پنجاب ایالتي اسمبلۍ کې د تحریک نصاف ګوند غړو د مې پر نهمه بیا احتجاج کړی او د عمران خان د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.‌

دوی په خپل احتجاج کې د عمران خان عکسونه هم پورته کړي وو او د هغه په ملاتړ یې شعارونه ورکول.

هم‌مهاله پنجاب کې د تحریک انصاف د دوو ښځینه مشرانو د نیول کېدو ناتایید شوي رپوټونه هم ورکړ شوي دي.‌

خو پولیسو دغه رپوټونه رد کړي.

پولیسو ویلي سیالکوټ کې یې د "یوه غیر قانوني لاریون" د مخنیوي هڅه کړې او دا چې د ریحانه ډار او روبا ډار په نومونو دا ښځې پخپله د ورغلو پولیسو موټر ته پورته شوې دي.‌

د سیالکوټ د پولیسو یوه مشر ویلي، پولیسو دغه ښځې خپل کور سره خوشې کړې.