عمران خان د پټو رازونو پر افشا کېدو تورن شوی

د خپرېدو وخت

د پاکستان يوې محکمې پخوانی لومړی وزير او د هغه د حکومت پر مهال د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي په هغه قضيه کې تورن کړل چې پخواني لومړي وزير ویلي و، امریکا له واکه د ده ګوښه کولو دسیسه کې ښکېله وه.

بلخوا د پاکستان سترې محکمې پوځي محکمو کې د عام ولس پر ضد د قضيو چلول ناقانونه بللي دي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان او د هغه حکومت پر مهال د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي يوې محکمې لخوا د رازونو افشا کېدو قضيه کې تورن کړي دي.

پر عمران خان تور دې چې د سفارت پټ لیک یې په غیر قانوني توګه له ځان سره ساتلی او په یوه غونډه کې یې ولس ته ښودلو سره نه يوازې په ناسمه لار کارولی، بلکې سفارتي اړيکې یې هم ورسره اغېزمنې کړې دي.

عمران خان دغه پټ سفارتي ليک په مارچ مياشت کې داسې وخت ولس ته ښوولی و، چې د هغه مخالفو سياسي ګوندونو د هغه د حکومت ختمولو لپاره تياريانې نیولې وې.

عمران خان او پلويانو یې تور لګولی و، چې د هغه سفارتي ليک له لارې امريکا د پاکستان لوړپوړو چارواکو سره په ګډه دسیسه جوړه کړې چې له واکه یې ګوښه کړي.

دوی دا تور هم لګولی و چې امريکا دا دسیسه اوکرایین ته د روسیې جګړې پر مهال د عمران خان د سفر له امله جوړ کړې وه. دوی وايي، هغه مهال د دغه هېواد ټولې ادارې ورسره سلا وې، خو وروسته د امريکا تر فشار او دسیسې وروسته نورې ادارې او چارواکي پر شا شول او د هغه سفر پرېکړه یې د عمران خان شخصي پرېکړه بللې وه.

بلخوا امريکا او په امریکا کې د پاکستان سفارت دغه تورونه رد کړي دي.

د عمران خان او شاه محمود قريشي پر ضد دا قضيه د مرکزي حکومت تحقيقاتي ادارې اېف ای اې لخوا ثبت شوې وه. دغې ادارې دا تور لګولی و چي رازونه په غیر قانوني توګه کارولو لپاره بني ګاله کې د هغه مهال حکومت لوړ پوړو چارواکو له خوا غونډه شوې وه او په هغه بهیر کې شاه محمود قريشې د عمران خان بشپړه مرسته کړې ده.

محکمې د جمعې په ورځ د قضيي راتلونکې اورېدلو لپاره ۱۸ شاهدان رابللي دي چې پکې د عمران خان د حکومت مشر سکرتر محمد اعظم خان هم شامل دی.

د يادونې ده چې پر عمران خان او د هغه د ګوند په لوړپوړي چارواکي شاه محمود قريشي دا قضیه داسې مهال څارل کېږي چې د دغه هېواد په نورو سیمو کې سیاسي ګوندونه د راتلونکو ټاکنو لپاره تیارۍ او کمپاینونه کوي.

په همدې وخت کې د عمران خان پلويان تور لګوي چې دوی پر خلاص مټ کمپیانونو ته نه پرېښودل کېږي. د دغه ګوند یو شمېر لوړ پوړي چارواکي یا زندانونو ته اچول شوي او یا هم د ځینو قضیو له امله مخ ته نه شي تلای.