کابل کې د قوش تپې کرېکټ سیالیو پیل؛ څوک په کې لوبېږي؟

د عکس سرچینه، ACB
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د "قوش تپې" په نامه د کرېکټ شل اوريزې سيالۍ نن چهارشنبه د مې پر لومړۍ پیل شوې.
لومړۍ لوبه د بند امیر او بست زونونو ترمنځ وه، چې په کې د بند امیر لوبډلې لوبه د درېیو منډو په توپیر د بست لوبډلې ته ماته ورکړه.
د نن ورځې دويمه لوبه د سپين غر او مس عينک لوبډلو ترمنځ وه. مس عینک لوبډلې لومړی توپ وهنه کړې او د شپږ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یې په ټاکل شویو شلو اوورونو کې ۱۰۸ منډې وکړې. سپین غر لوبدلې دا هدف د لوبې په وروستي توپ پوره کړ.
دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د یوه خصوصي ټلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي، دغه راز دا ځل د لوبو لېدلو لپاره باید ټکټونه واخیستل شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، له دې سياليو يې موخه په افغانستان کې کرېکټ ته وده ورکول او لا غوړول دي.
کوم مهم لوبغاړي په کې دي؟
په دغه جام کې پنځه لوبډلې سپين غر، امو، بند امير، بست او مسک عينک برخه لري. حشمت شهیدي د بند امیر لوبډلې لوبډلمشر دی، چې په لوبډله کې ورسره صدیق اتل، امیر حمزه، کریم جنت او یو شمېر نور ځوان لوبغاړي دي.
د بست لوبډلې مشري نجیب ځدراڼ کوي. په لوبډله کې ورسره رحمت شاه، حضرت الله ځاځی، ناصر جمال او نور ځوان لوبغاړي لوبېږي.
د سمیع الله شینواري په لوبډلمشرۍ سپین غر لوبډلې کې شهزاد محمدي، افتاب عالم، شبیر نوري او نور ځوان لوبغاړي لوبېږي.
د مس عینک لوبډلې لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ دی، له هغه سره په لوبډله کې افسر ځاځی، دولت ځدراڼ، خلیل ګوربز او نور ځوان لوبغاړي لوبه کوي.
د امو زون لوبډلمشر ګلبدین نایب و، چې د هند غوره لیګ ته تر تلو وروسته یې پر ځای شرف الدین اشرف وټاکل شو. له هغه سره په لوبډله کې مجیب ځدراڼ، سلیم صافی، ظاهر پکتین او یو شمېر نور ځوان لوبغاړي لوبېږي.

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، له دې سياليو يې موخه په افغانستان کې کرېکټ ته وده ورکول او لا غوړول دي. او وايي له دې لارې کولای شي د لوبغاړو وړتیاوې لا ښې معلومې کړي.
د افغانستان د يو ورځنيو لوبو کپټان حشمت الله شهيدي وايي، "دا سيالۍ د ځوانانو لپاره يوه ښه موقع ده چې ګټه ترې واخلي او په راتلونکي کې د افغانستان نوولس کلنو لوبډله، الف لوبډله او ملي لوبډله کې ولوبېږي."
د قوش تپې سيالۍ د مۍ میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوي او پایلوبه به یې د همدې میاشتې په ۱۳ نېټه وي.
الف ملي لوبډلې له شري لنکا ماتې خوړلي

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان الف ملي لوبډلې (ابدالیان) په پنځوس اوریزه لوبو کې شري لنکا کې له خپلې سیالې لوبډلې پرله پسې دوه ماتې خوړلې دي. لومړۍ لوبه کې شري لنکا ۳۰۵ منډې هدف ټاکلی و، چې افغان لوبډلې پوه نه شو کړای او لوبه یې د اتو منډو په توپیر وبایلله.
په دویمه لوبه کې بیا ټوله افغان لوبډله یوازې ۱۲۱ منډې جوړې کړې، چې شري لنکايي لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په شپاړسم اوور کې پوره کړه.
افغان ابدالیان لوبډله له شري لنکايي سیالې لوبډلې سره پنځه یو ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ لوبې لري. دغه سیالۍ د اپرېل میاشتې په ۲۸مه پیل شوي د مۍ میاشتې تر ۱۴مې نېټې به دوام وکړي.
د دغې لوبډلې روزونکی اوسمهال نوروز منګل دی.





















