ملګري ملتونه: ۲۰۲۳ کې افغانې ښځې ډېرې ځپل شوې؛ روان کال به ۱۶میلیونه خلک د خوراکي توکو کمښت سره مخ وي

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې اقتصادي بې ثباتي او جنسيتي نابراري د دې لامل شوې، چې ښځې تر ټولو زیاتې وځپل شي.

دغه سازمان نن پنج شنبه د اپرېل پر ۱۸مه د افغانستان په اړه د ۲۰۲۳ کال په اړه خپل کلنی رپوټ خپور کړی.

په دغه رپوټ کې افغانستان کې اقتصادي وضعیت، بشري حقونو، جنسیتي برابرۍ، د قانون حاکمیت او هغو بندیز ته هم اشاره شوې، چې افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغه هېواد کې د واکمن حکومت له خوا پر افغانو ښځو او نجونو لګول شوې دي.

ملګري ملتونه وايي: "۲۰۲۲ کال ډیسمبر کې د ښځو پر کار بندیز ښځې اغېزمنې کړي او پر هغو بنسټونو یې هم منفي اغېز کړی، چې په سر کې یې ښځې دي."

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

یاد سازمان وايي، دا محدودیتونه د دې لامل شوي، چې افغانستان په پرلپسې دویم ځل لپاره د جنیستي نابرابرۍ په نړیواله درجه بندۍ کې تر ټولو ټیټ ځای خپل کړي.

دغه نړیوال بنسټ په خپور شوي رپوټ کې د یوه با ثباته افغانستان لپاره پر جنسیتي برابرۍ، ځواب ورکوونکي حکومتدارۍ او د هر چا لپاره د کار مساوي حق پر ورکړې ټینګار کړی دی.

په دې رپوټ کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیالې اندریکا رټوېټ له قوله ویلي شوي، په ۲۰۲۴ کال کې به لکه د تېرو کلونو په څېر افغانستان کې د بشري حقونو، جندر یا جنستي برابرۍ او د ښځو ملاتړ او پياوړي کولو ته ژمن وي او دې برخه کې به کار کوي.

د یاد سازمان په ټکو: "افغانې ښځې او نجونو نه یوازې د ملاتړ وړ دي، بلکه دوی د یوه سوکاله او پرمختللي افغانستان استازې او په دې برخه کې د مهم رول لوبوونکي دي."

"۲۰۲۳ کال له ننګونو ډک کال و"

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

ملګرو ملتونو په دغه رپوټ کې تیر ۲۰۲۳ کال د افغانانو لپاره له ننګونو ډک کال یاد کړی او په دې برخه کې یې د دوی مبارزه او زغم ستایلی دی.

ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه خپل کلني رپوټ کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان اکثره خلک د ورځنیو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو توان نه لري او شاوخوا ۹۵ سلنه د دې کړاو له امله ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د افغانستان پر واګو د طالبانو له ولکې وروسته د طالبانو حکومت سیاسي او ټولنیزو برخو کې د محدودیتونو تر څنګ افغانې ښځې او نجونې له کار او زدکړو هم راوګرځولې.

د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې یې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

دا بندیزونه د دې لامل شول چې د بهرنیو مرستندوبه بنسټونو له خوا افغانستان سره مرستې وځنډېږي او خوراکي او نورو لومړنیو توکو ته د خلکو لاسرسی راکم شي.

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه سازمان افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب د اندېښنې وړ یاد کړی او ویلي یې دي"خوراکي توکو ته لاسرسی د افغانانو جدي اړتیا ده"

خپور شوي رپوټ کې ملګرو ملتونو همدا راز ویلي، ۲۰۲۴ کال کې اټکل شوی چې افغانستان کې به پنځلس اعشاریه اته میلیونه خلک "په ناورینوونکي ډول" د خوړو نه خوندیتوب تجربه کړي.

د دوی په ټکو: "میلیونونه افغانان له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، دوی د خوړو برابرولو وس نه لري."

یاد سازمان ويلي، د هرات وروستۍ زلزلې او له پاکستان د بې ساري شمېر کډوالو د اجباري راستنېدو سره دا وضعیت لا پسې سخت شوی او نړیوالو مرستو ته یې اړتیا ډېره کړې ده.

ملګرو ملتونو په دغه رپوټ کې همدا راز یادونه کړې چې تېر کال یې ځینو ښځو ته د د کوچنیو کارو بارونو په جوړولو کې مرسته کړې.

د دوی په وینا دا کار یې د کار مدیریت او د ښځو اقتصادي پراختیا او ځان بسیاینې په موخه کړی دی.

"د ۲۰۲۴ کال لومړیتوبونه"

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

ملګرو ملتونو ویلي، ۲۰۲۳ کال کې یې میلیونونه افغانانو سره د خوراکي او نورو اړینو لومړنیو توکو مرستې کړي چې ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

د طالبانو په نږدې درې کلنه واکمنۍ کې افغان مېرمنې له کار او زدکړې منع کړل شوي او له شپږم ټولګې پورته نجونې ښوونځیو ته نه پرېښودل کیږي. د طالبانو دې کړنې د نړیوالو غبرګونونه پارولي او په کور دننه یې هم پر وړاندې غږ پورته شوی خو طالبانو د هیڅ لوري غوښتنو او نیوکو ته غوږ نه دی نیولی.

یاد نړیوال سازمان د ښځو پر کار او زدکړو ټينګار کړی او وايي هڅه کوي "د ښځو لپاره ښځو ته" د مرستو پر چمتو کولو کار وکړي او د افغانانو له غوښتنې سره سم تعلیم ته د مساوي لاسرسي فرصت برابر کړي.

"ښځې باید مرستو په رسولو او برابرولو کې ونډه ولري او مونږ باید د دې ډاډ ترلاسه کړو چې افغانې ښځې په خوندي او عادلانه ډول مرستو او ملاتړ ته لاسرسي ولري"

مېرمن رټویټ ټينګار کړی، چې ملګري ملتونه به د افغانستان له خلکو سره د سولې، ثبات او سوکالۍ تر بشپړ تامین پورې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ملګرو ملتونو په دې کلني رپوټ کې له نړیوال بانک، د اسیا پراختیايي بانک او اسلامي پراختیايي بانک په ګډون له خپلو مهمو شریکانو غوښتي چې له افغان ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او یوازې یې پرې نه ږدي.

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان ډاډ ورکړی چې د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي. د دوی په خبره، د ۲۰۲۵ کال تر پایه به په افغانستان کې ډېر خلک په ځانګړې ډول ښځې او زیان منونکې ډلې په زیاتېونکې ډول "له ټول شموله اقتصاد ګټه پورته کړي."