د غزې په رفح کې پوځي عمليات؛ د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سې شنبې په ورځ ناوخته د غزې په رفح ښار کې د اسرائيلي ځواکونو د عملیاتو او ملکي مرګژوبلې په اړه د بندو دروازو تر شاغونډه وکړه.
د دې ناستې ډېر جزئیات نه دي خپاره شوي، خو له ناستې وروسته په ملګرو ملتونو کې د الجزایر استازي ویلي، د داسې یوه پرېکړه لیک په مسودې کار کوي چې په رفح کې د ملکي وګړو مرګژوبلې د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه پکې کېږي.
یو شمېر ډيپلوماتیکو سرچینو ویلي چې باید یاده مسوده ډېره ژر وروستۍ شي او رایې اچونې ته دې وړاندې شي.
فرانسې ویلي په غزه کې انساني وضعیت نور له سکوت سره مخ دی او دوی هلته د نژدې شلو خیر ښېګڼې ادارو څخه ملاتړ کوي.
امریکا چې وړاندې یې د جګړې درولو په اړه ورته مسوده ویټو کړې وه، ویلي اسرائیل له سرو کرښو نه دي تېر شوې خو اوښتې مرګژوبله یې زړه ماتوونکې بللې.
د جګړې درولو او نورې مرګژوبلې د مخنیوي هڅې داسې مهال کېږي چې په رفح کې د اسرائیلي ځواکونو عملیات دوام لري.
د فلسطین روغتیا وزارت وایې، په وروستیو عملیاتو کې چې په یوه بل کمپ ترسره شوي، له شلو زیات کسان مړه شوي دي.
اسرائیل نه مني چې په عامو خلکو یې بریدونه کړي.
د رپوټونو له مخې اسرائیلي ځواکونه د رفح ښار په زړه کې په عملیاتو بوخت دي او هلته په کمپونو کې د مېشتو خلکو ترمنځ بې سارې وېره خپره ده.
په رفح کې د اسرائیلو ځمکني عملیات په داسې حال کې پیل شوي چې په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې له اسرائیلو غوښتي چې پر رفح خپل بریدونه ودروي او د لارې په پرانستلو سره بشري مرستو رسولو ته اجازه ورکړي.
وړاندې پر رفح د اسرائیلو تازه بمبارۍ په نړیوالو غبرګونونو کې غندل شوې وې.





















