اسرائیلي ټانکونه د رفح زړه ته ننوتلي، تازه بریدونو کې '۲۱ تنه وژل شوي'

د عکس سرچینه، REUTERS
له غزې تازه رسېدلو رپوټونو کې ویل شوي، چې پر رفح سیمې د اسرائیل برید په تړاو له سخت نړیوال مخالفت سره سره اسرائیلي ځواکونو په سیمه کې خپل عملیات چټک کړي او ټانکونه یې د رفح ښار منځ ته رسېدلي دي.
عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، چې اسرائیلي ټانکونه د رفح په منځ کې عوده سیمې ته رسېدلي او د دې ځای کنټرول یې تر لاسه کړی دی. دا سیمه له مصر سره د غزې پولې په نیم کیلومترۍ کې پرته ده، چې مهم بانکونه، دولتي موسسات او پلورنځي پکې موقعیت لري.
د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت وايي، د سېشنبې په ورځ د بېځایه شویو خلکو پر یوه کمپ د اسرائیلو بمبارۍ کې ۲۱ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان دي. د غزې له نورو برخو له جګړې تښتېدلي سلګونه زره خلک رفح کې استوګن شوي دي.
بله خوا، د رفح ښار د بېړنیو چارو جرګهګۍ په یوه بیان کې ویلي چې د رفح لوېدیځ المواصي سیمه کې تازه د اسرائیلو عملیاتو کې ۲۰ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. په وژل شویو کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
جرګهګۍ وايي "د المواصي سیمې خوندي خېمې په نښه جنګي جرم او نوې ټولوژنه ده."
دغې سرچینې له حکومتونو او نړیوالو مؤسسو غوښتي چې "د ټولوژنې د جګړې سملاسي درولو" غږ پورته کړي.
اسرائیلي پوځ تر اوسه په رفح ښار کې د بېړنیو چارو د جرګهګۍ پر دغو څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.
د اسرائیلي پوځ عملیات په داسې حال کې روان دي، چې پرون د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په رفح کې ''د حماس پر مرکز'' د برید په هکله چې لږ تر لږه ۴۵ بې ځایه شوي فلسطینیان پکې ووژل شول، وویل د ناوړې پېښې په توګه پر مخ لاړل.
په عوده سیمه کې د اسرائیلو له سختو بمباریو وروسته سلګونه فلسطیني کورنیو یوه روغتون ته پنا وړې ده.
یوه عیني شاهد چې د کورنۍ یې د د رفح لوېدیځ اماراتو روغتون ته پنا وړې ده، بيبيسي ته ویلي، اسرائیلي پوځیان د ودانیو بامونو ته ختلي او هلته یې کمینونه نیولي، هرڅوک چې وخوځېږي دوی ډزې پرې کوي.
اسرائیلو نن ګهیځ د رفح سرحدي سیمه کې د عملیاتو پیلولو خبر ورکړ، هغه ځای چې پرون یو مصری پوله ساتونکی پکې ووژل شو.
په رفح کې د اسرائیلو ځمکني عملیات په داسې حال کې پیل شوي چې په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې له اسرائیلو غوښتي چې پر رفح خپل بریدونه ودروي او د لارې په پرانستلو سره بشري مرستو رسولو ته اجازه ورکړي.
وړاندې پر رفح د اسرائیلو تازه بمبارۍ په نړیوالو غبرګونونو کې غندل شوې وې.






















