د ایران ټاکنې؛ مذهبي مشر له خلکو غوښتي چې ګډون پکې وکړي خو شنونکي یې سړې ټاکنې بولي

د عکس سرچینه، MAJID ASGARIPOUR/WANA VIA REUTERS
په ایران کې نن د پارلمان د دوولسمې دورې او د "خبرګانو شورا" د شپږمې دورې لپاره ټاکنې کېږي. دا په ۲۰۲۲ کې د حکومت ضد اعتراضونو نه وروسته لومړی ځل دی چې په دغه هېواد کې ټاکنې کېږي.
د تهران ځايي وخت له مخې نن جمعه سهار رایه اچونه پیل شوې او دې بهیر ته د اوسني حکومت د مشروعیت او ملاتړ معلومولو لپاره د یوې مهمې ازموینې په سترګه کتل کېږي.
رایه اچونه په دوو برخو کې کېږي؛ یوه د پارلمان غړو او بله هم د "خبرګانو شورا" د غړو ټاکلو لپاره.
په دوی کې د "خبرګانو شورا" یوه باصلاحیته شورا ګڼل کېږي چې د ایران د مذهبي مشر او اعلی سرقومندان د ټاکلو او یا بې صلاحیته کولو واک لري. هغه مشر چې د دغه هېواد د برخلیک په اړه مهمې پرېکړې کوي.
له ټاکنو سره د ایرانیانو لېوالتیا کمه شوې؟
د ایران د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د پارلماني ټاکنو لپاره نږدې ۲۵ زره کسانو ځانونه نوماند کړي وو خو له ډلې يې څه باندې ۱۱ زره کاندیدان بې صلاحیته وبلل شول او نوماندي يې لغوه شوه.

د عکس سرچینه، EPA
په دغه هېواد کې ټولټال ۶۱.۲ میلیونه خلک د رایې ورکولو پر شرایطو برابر بلل شوي.
همدا راز د ایران پارلمان ته به له ۲۰۸ ټاکنیزو حوزو ۲۹۰ استازي لار ومومي.
د مشرانو جرګې ۸۸ څوکيو ته ۱۴۴ نوماندان په خپل منځ کې سیالي سره کوي چې په دې حساب هرې څوکۍ ته تر دوو کم کسان کانديد دي.
له ټاکنو سره د خلکو لېوالتیا په ایران کې د حجاب پر سر د یوې ځوانې ښځې مهسا امیني تر نیول کېدو او په توقیف کې تر وژل کېدو وروسته خورا کمه شوې ښکاري.
د شنونکو په باور، په سږنيو ټاکنو کې به د رایه ورکوونکو شمېر خوراکم وي او ځينې تر سره شوې ټولپوښتنې هم دا وړانديونه تاييدوي.
شنونکي وايي چې دا به د ایران اسلامي جمهوريت په ۴۵ کلن تاریخ کې تر ټولو سړې ټاکنې وي.
ایت الله خامنهاي: "خپل دوستان خوښ او بدغوښتونکي ناهیلي کړئ"
د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنهاي نن سهار خپله رایه وکاروله او له خلکو یې وغوښتل چې په روانو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
ده ویلي چې په دې توګه "خپل دوستان خوښ او بدغوښتونکي ناهیلي کړئ" او په وینا یې، په ټاکنو کې برخه نه اخیستل "هېڅ ستونزه نه حلوي"

د عکس سرچینه، EPA
د ټاکنو له څرنګوالي او د اوسني حکومت له سیاسي تګلارو د ناخوښۍ له کبله په ایران کې دننه او بهر ګڼو ګوندونو او سیاسي خوځښتونو تر ټاکنيو سیالیو پيلېدو لا دمخه له خلکو غوښتي چې ټاکنې تحریم کړي او ګډون پکې ونه کړي.
دوی دا ټاکنې رڼې نه بولي.
تېره اوونۍ د ایران د سیاسي، کلتوري او ټولنيزو برخو څه باندې ۳۰۰ کسانو یوه اعلامیه لاسلیک او خپره کړه چې دغه ټاکنې يې پکې "په ښکاره ډول د خلکو د عمومي حاکمیت پر ضد طراحي شوې" وبللې او ويې ویل چې دې "صحنه سازۍ ته به تسلیم" نه شي او ګډون به پکې ونه کړي.
په ایران کې په ۲۰۰۹ کې تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته په ټول هېواد کې پراخ اعتراضونه وشول چې چارواکو یې پر ضد تاوتریخجن چلن وکړ.
تر دې وروسته هغه ټول نوماندان له ټاکنیزو سیالیو بې برخې کول کېدل چې یا به یې پر حکومت نیوکې کولې او یا به یې د سمونونو راوستلو خبره کوله.
ایران کې له ۲۰۰۴ کال راهیسې پارلمان ته تر ډېره د جمهوري اسلامي حکومت پلویان محافظه کاران لار مومي او په دغو روانو ټاکنو کې هم د هغوی د بري امکان ډېر ښکاري.




















