د امریکا هغه ښارګوټی چې د قانون له مخې یې باید هر اوسېدونکی ټوپک ولري

- Author, برانډون ډرینون
- دنده, بي بي سي - کینیساو - جورجیا
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د جورجیا ایالت په کوچني ښارګوټي کینیساو کې هغه هر څه شته، چې د امریکا په سویل کې یې تصور کېدای شي. په شاتو د لړلیو بسکوټونو له خواږه وږمه نیولې تر ډول – ډول کولچو پورې او بیا تر ریل ګاډي پورې هر څه پکې موندل کېږي.
د دې ښارګوټي په قهوه خانو کې نوې واده شوې جوړې په لاس لیکلي یاداښتونه پرېږدې او ''د ارام چاپېریال'' مننه پکې څرګندوي.
خو کینیساو یو بل اړخ هم لري، چې ښايي د ځینو لپاره حیرانونکی وي. دا ښار له ۱۹۸۰ کلونو راهیسې یو قانون لري، چې له مخې یې باید اوسېدونکي ټوپک او مرمۍ ولري.
د دې ځاي ښاروال، ایریک ایسټرلېنګ چې درې دورې پرلپسې پر همدې مقام پاتې شوی او ځان پخپله ''د سمندري ځواکونو یو متقاعد کس'' بولي وايي، ''دا داسې نه ده، چې ګواکې یو څوک به وسله پر اوږه کړي او کوز- پاس به داسې ګرځي، ته وا په پراخه سارا کې روان دی. موږ داسې هم نه کوو، چې دروازه مو وټکوو او درته ووایو، اجازه راکړئ، چې ستاسو وسله وګورو.''
د کینیساو د ټوپکو قانون کې په څرګند ډول لیکل شوي دي، ''د دې لپاره چې خوندیتوب تامین او امنیت، د ښاریانو او ښار عامه خیر - ښېګړه وساتل شي، د هر کور هر یو اوسېدونکی باید له مرمیو سره یو ځای وسله ولري''.
هغه ځايي اوسېدونکي چې فزیکي یا ذهني معلولیت لري، جرمي محکومیتونه او کړکېچن مذهبي عقاید بیا له دې قانونه استثنا بلل شوي دي.
د ښاروال ایسټرلېنګ او ځینو نورو ځايي مسولینو د معلوماتو پر بنسټ ویل کېږي، چې تر اوسه د دې اصولو سرغړونې په تور چې په ۱۹۸۲ کال کې په قانون بدل شو، نه څوک نیول شوي او نه هم محاکمه شوي دي.
بي بي سي چې څومره کسانو سره خبرې وکړي، له دوی نه یوه هم داسې څه و نه ویل، چې که له دې قانونه سرغړونه کېږي، جریمه به یې څنګه او څومره وي.
خو دې سره هم ښاروال په ټینګار سره وايي، ''دا یوازې یو سیمبولیک قانون نه دی، زه نه غواړم یوازې تظاهر وکړم.''
د ځینو په باور دا قانون د ویاړ یوه وسیله ده او په ښار کې د ټوپکو اړوند قانون منلو یو کلتور دی. ځینې نور بیا په دې اند دي، چې دا هسې یو خجالت دی، د تاریخ یو داسې باب، چې دوی غواړي نور ترې تېر شي.
خو تر ډېره په ښاریانو کې حاکم فکر بیا ښيي، چې د ټوپکو قانون د کینیساو د خوندیتوب لپاره مهم دی.
د ځايي پیزا (خوراک پلورنځي) مشتریان وايي، ''هر څه چې وي، خو مجرمان به یوه اندېښنه لري او هغه دا چې که دوی د کور تر دېوال دراوړي او ته په کور کې یې، نو دوی به نه پوهېږي، چې څه به ورسره وکړې.''
د کینیساو پولیسو معلومات بیا ښيي، چې ۲۰۲۳ کال کې هلته د وژنې هېڅ یوه پېښه نه ده شوې، خو د ټوپک په وسیله د ځانوژنې دوې پېښې ثبت شوې دي.
د کینیساو یوې ځايي کلیسا د ځمکو سمبالونکی بلک ویدربای بیا دې موضوع ته له بله اړخه ګوري. دی وايي، ''دا خپله ټوپک نه دی، بلکې د ټوپکو تر شا چلن دی، چې د ټوپکو اړوند جرمونو کچه یې ټیټه ساتلې. دا هېڅ توپير نه لري، چې ټوپک دی، پنجه ده، سوک دی او که د هسکې پوندې پیزار دي، خو موږ هم ځان ساتو او خپل ګاونډیان هم ساتو''.

پاټ پارېس چې د ټوپکو قانون له تصویب دوه کاله وروسته په ۱۹۸۴ کال کې د کینیساو له ښاري شورا سره یو ځای شوی وايي، دا قانون ''تر بل هر څه زیات د یوه سیاسي بیان بڼه لري.''
الینوس له مورټون ګروف وروسته د امریکا دویم ښار شو، چې د ټوپک پر ساتلو یې بندیز ولګاوه، خو کینیساو بیا لومړنی ښارګوټی دی، چې د قانون له مخې یې باید هر اوسېدونکی ټوپک ولري او له همدې کبله د ټول هېواد په کچه خبري سرلیکونو کې یادېږي.
د نیویارک ټایمز لخوا د ۱۹۸۲ کال نظر پوښتنې یوه لیکنه د کینیسو چارواکي د قانون تصویب په تړاو "خوشحاله" وبلل، خو یادونه یې وکړه چې "د شمال ختیځ جرم پوهان" خوښ نه وو.
پېنتهاوس مجلې پر لومړي مخ په دې هکله لیکنه خپره کړه او سرلیک یې داسې و، چې: د امریکا یو ښارګوټی، چې پکې ټوپک نه درلودل له قانونه سرغړونه ده.
مجلې له دې سرلیک سره د یوې ښځې تصویر هم خپور کړ، چې ژیړ وېښته لري او د لامبو کالي یې اغوستي دي.
دې ته ورته قوانین لږ تر لږه په پنځو نورو ښارونو کې هم تصویب شوي، چې ګن بېرل ښار، ټکساس او ورجین، اوټاه پکې شامل دي.
ښاغلی پېرس وايي، په کینیساو کې د ټوپکو قانون له تصویبه نژدې ۴۰ کاله تېر شوي او اوس د ډېرو خلکو له ذهنونو دا موضوع وتلې ده. دی وايي، ''زه نه پوهېږم څومره خلک په دې خبر دي، چې داسې یو قانون هم دلته شته''.

د کلیسا ځمکو سمبالونکی ویدربای په هماغه کال زېږېدلی، چې په دې ښارګوټي کې د ټوپکو قانون تصویب شوی و. دی وايي، پلار به یې د ټوکې په انداز ورته ویل، ''که ټوپک دې خوښ وي او که نه، خو همدا قانون دی''. دی وايي: ''ما ته راښوول شوي وو، چې که نارینه یې نو یو ټوپک باید ولرې.''
دی چې اوس ۴۲ کلن دی وايي، لومړی ځل یې په ۱۲ کلنۍ کې د ټوپک چلول زده کړل، ''ایسته مې وغورځاوه، ځکه سخت یې وویرولم''.
ښاغلی ویدربای وايي، یو وخت یې ۲۰ ټوپک هم درلودل، خو اوس یو هم نه لري. دی وايي، سخت وختونه پرې راغلي او له پلاره د ورپاتې ټوپک په ګډون یې ټول وپلورل. دی وايي، ''د ټوپک پر ځای مې ګاز ته ډېره اړتیا درلوده''.

کریس ویلش چې د دوو پېغلو نجونو مور ده، ګڼ شمېر ټوپک لري، د ټوپکوالو د یوه کلب غړې ده او له لوڼو سره یو ځای د نښې ویشتلو په سیالیو کې هم برخه اخلي، خو د کینیساو د ټوپکو له قانون سره ډېره دلچسپي نه لري.
اغلې ویلش وايي، ''کله چې خلک د ټوپکو قانون په هکله خبرې کوي، ما ته خوند نه راکوي، دا د کینیساو یوه زړه خبره ده، چې خلک یې کښته، پورته کوي''.
دا وايي، هیله یې دا ده، چې کله نور خلک د دوی د ښارګوټي په هکله غږیږي، نو په ذهن کې یې باید د ټوپکو قانون پر ځای، چې د دې په وینا ''خلک نارامه کوي'' باید پارکونه، ښوونځي او د ټولنې ارزښتونه وګرځي.
دا وايي: ''په کینیساو کې نور هم ډېر څه شته''.
د ښاري شورا غړې مادلین اوروچینا هم مني چې دا قانون داسې څه دي، چې خلک یې باید په هکله ''اعلانات و نه کړي''
دا زیاتوي: ''دا زموږ د ټولنې په تړاو یو کوچنی عجیب او غریب واقعیت دی. ځايي اوسېدونکي په دې هکله یا خو یوازې د شرم په توګه سترګې اړوي او یا په زوره وخاندي''.



















