اسرائیل وايي، د غزې او مصر تر منځ د پولې سیمه کې یې د یوه دهلېز کنټرول ترلاسه کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, کیتهرائن ارمسټرونګ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
اسرائیلي پوځ ویلي، د غزې او مصر تر منځ د پولې سیمه کې یې د یوه مهم زون کنټرول ترلاسه کړی، چې د فلاډلفیا دهلېز په نامه مشهور دی.
د اسرائیلي دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) یوه ویندوی ادعا کړې، چې په دې ځای کې یې نژدې ۲۰ داسې تونلونه موندلي، چې په وینا یې حماس ترې غزې ته وسله قاچاق کوله.
مصري ټلویزیون بیا د سرچینو له قوله دا ادعا رد کړې او په خبره یې اسرائیل غواړي له دې سره د غزې په سویلي ښار رفح کې د خپلو عملیاتو لپاره توجیه ومومي.
دا اعلان داسې مهال شوی، چې له مصر سره تاوتریخوالی ډېر شوی دی. پوځي ویاند دانئیل هاګاري پر چهارشنبه په دې هکله وویل: ''ای ډي ایف ځواکونو د مصر او رفح تر منځ د فلاډلفیا دهلېز پر سیمه عملیاتي کنټرول ترلاسه کړی دی.''
نوموړي دا ځای د حماس لپاره یو ''حیاتي'' ارزښت وباله، چې په خبره یې ''دې ډلې له همدې لارې غزې ته پرلپسې وسلې قاچاچولې.''
د نیویارک ټائمز په رپوټ کې ویل شوي، ښاغلي هاګاري وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په بشپړ ډاډ سره نه شي ویلای، چې په دې ځای کې موندل شوي ټول تونلونه مصر ته غزېدلې وو.
فلاډلفیا دهلېز حائله سیمه یا بفر زون بلل کېږي، چې د مصر له پولې ایله ۱۰۰ متره لېرې ده، په ځینو ځایونو کې یو څه پراخه ده او د غزې لور ته تر ۱۳ کیلومترو پورې غځېدلې تړانګه ده.
د یادونې ده، چې مصر له دې مخکې ویلي و، چې د پولې اوږدو کې یې ټول تونلونه نړولي دي او له دې لارې اوس د وسلو قاچاق چاره شونې نه ده. د قاهره نیوز په رپوټ کې د مصر ''یوه لوړپوړې'' سرچینې له قوله ویل شوي، ''اسرائیل په فلسطیني ښار رفح کې د پوځي عملیاتو توجیح لپاره دا پلمه کوي او د سیاسي هدفونو لپاره جګړه اوږدوي.''
اسرائیل ټینګار کوي، چې په جګړه کې د بریا لپاره باید رفح ونیسي.
دا جګړه د تېر اکتوبر پر ۷مه پر اسرائیل د حماس له ناڅاپي بریدونو وروسته پیل شوه، چې ۱۲۰۰ کسان پکې وژل شوي وو او ۲۵۲ نور یرغمل نیول شوي وو.
د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په غزه کې د دې جګړې له کبله تر اوسه ۳۶ زره ۱۷۰ کسان وژل شوي دي.
د مصر او اسرائیل تر منځ تاوتریخوالی
د مصر او اسرائیل تر منځ له هغه وروسته تاوتریخوالی ډېر شوی، چې درې اونۍ مخکې اسرائیلي ځواکونو د حماس پر ضد د جګړې یوې برخې په توګه د غزې لور ته د رفح تګ، راتګ لارې کنټرول ترلاسه کړی دی.
روانه اونۍ رفح ته نژدې د پولې سیمې یوه پېښه کې یو مصري سرتېری وژل شوی دی. په دې پېښه کې د مصر او اسرائیلي پوځیان ښکېل وو.
مصر د فلسطینیانو کلک ملاتړ کوي او په غزه کې د اسرائیلي عملیاتو سخت مخالفت کوي، چې زرګونه ملکي کسان پکې وژل شوي دي.
د یادونې ده، چې په ۲۰۰۶ کال کې واک ته د حماس له رسېدو سره مصر هم د اسرائیل په څېر له غزې سره خپله پوله کلکه تړلې ده.
حماس هم له اخوان المسلمون سره تړاو لرونکې ډله بلل کېږي، چې په مصر کې پرې بندیز لګېدلې او ترهګره ډله بلل کېږي.
خو دې سره هم مصر له حماس سره اړیکي لري او د دې ډلې او اسرائیل تر منځ یې پر ځینو وختونو د اوربند او په غزه کې د اسرائیلي یرغملو خوشي کېدو لپاره غیر مستقیمو خبرو کې د منځګړي رول هم لوبولی دی.






















