سپینه ماڼۍ وايي اسرائيل د رفح په عملياتو سره د امريکا له سرې کرښې نه دي اوښتي

د عکس سرچینه، Reuters
د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا وياند جان کربي ويلي، امریکا په دې باور نه ده چې اسرائیلو دې د غزې په جنوبي ښار رفح بشپړ يرغل کړی وي.
نوموړي دا خبرې څو ساعته وروسته له هغه وکړې چې اسرائیلي ځواکونه د رفح ښار مرکز ته ورسېدل او د راپورونو له مخې د مصر له پولې سره نژدې يې له ستراتيژيک پلوه مهمه غونډۍ ونيوله.
د امریکا ولسمشر جوبایډن تر دې مخکې ویلي وو پر رفح بشپړ يرغل چې فکر کېږي په سلګونو زره بېځايه شوي په کې مېشت دي دا به له سرې کرښې د تېرېدلو په معنی وي.
له ښاغلي کربي د فلسطيني کډوالو پر یوه پنډغالي د اسرائيلو د هوايي بريد او ورپسې د ډزو له امله چې لږ تر لږه ۴۵ تنه فلسطينيان په کې و وژل شول هم پوښتنه وشوه.
اسرائيل وايي ښايي اور د هغو وسلو د چاودنې له کبله رامنځ ته شوی وي چې حماس هلته زېرمه کړې وې.
ښاغلي کربي خبريالانو ته وويل، د يکشنبې د بريد عکسونه چې ډېری قربانيان يې ښځې، ماشومان او بوډاګان وو ، "زړه دردونکی" او "وحشتناک" وو.
نوموړي زياته کړه، "د دې جګړې له امله بايد د هېڅ بې ګناه انسان وينه تويې نشي."
خو نوموړي ومنله چې اسرائيل د پېښې په اړه پلټنه کوي او زياته يې کړه چې په غزه کې وروستيو پېښو ته په کتو د "امریکا پاليسۍ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی چې په اړه يې خبرې وکړي. "
ښاغلي کربي وويل، "موږ اوس هم په دې باور يوو چې لوی ځمکنۍ عمليات د منلو وړ نه دي... او داسې څه مو تراوسه نه دي ليدلي."

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د يکشنبې شپې بريد يوه "غمجنه" پېښه وبلله او په عين حال کې يې په رفح کې د عملياتو د دوام ژمنه وکړه.
د امریکا ولسمشر جوبایډن وړاندې ویلي وو چې په رفح کې د اسرائیلو لخوا په پراخه کچه عملیات به د امریکا له سرې کرښې د تېرېدو په معنی وي. هغه د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وو چې په رفح کې د سترو ځمکنیو عملیاتو په صورت کې به اسرائیلو ته د امریکا د وسلو ځینې اکمالات وځنډول شي.
د اسرائیلو پوځ د سې شنبې په ورځ دا خبره رد کړه چې ګواکې د رفح په لوېديځ کې د کډوالو په يوه کمپ دې د ټانګ مرمۍ لګېدلې وي خو سیمه ییزو چارواکو ویلي، په پېښه کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.
د پېښې ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې په کې څو کسان ښکاري چې ټپيان دي.
په دې ویډیوګانو کې د چاودنې ځای یا کندې نښه نه ده لیدل شوې، چې له امله یې د پېښې د علت تائید ستونزمن دی.
اسراییل ټینګار کوي چې په غزه کې له حماس د جګړې ګټل د رفح له نیولو پرته ناشونې دي او د عملیاتو په پایله کې د بشري ناورین خبرداری یې هم رد کړی دی.
ملګري ملتونه وايي، د رفح له جګړې څه باندې یو میلیون کسان تښتېدلي، خو سلګونه زره نور لا هم هلته پاتې دي.
وژل شوي دي.






















