اسرائيل او فلسطين؛ لوېديځه غاړه کې ترينګلی حالت
د خپرېدو وخت
د فلسطین په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې مېشتو اسرائیلي وګړو د خلکو کورنو ته اور ورته کړی او یو فلسطینی یې وژلی دی.
فلسطین کې سرې میاشتې ویلي د نژدې ۴۰۰ ټپیانو درملنه یې کړې.
د کورونو د سوځولو پېښه وروسته له هغې شوې چې نابلس ته څېرمه په یوه کلي کې دوه اسرائیلي پوځیان په ډزو کې ووژل شول.
اوسېدونکو په اسرائیلي سرتېرو نیوکه کوي چې له اسرائیلي مېشت شویو نه د دوی د کورونو او کاروبارونو په ساتنه کې پاتې راغلي.
اسرائيلیانو انتقامي برید ترسره کړی او په څو ساعتونو کې یې کورونه، کاروبارونه او ګاډي سوځولي دي.
په بیت المقدس کې د بي بي سي خبریاله یولانډ نېل نور جزئیات لري.