د پاکستان چلاس کې ترافیکي پېښه؛ ۲۰ کسان وژل شوي ۲۱ ټپيان دي

د عکس سرچینه، RESCUE 1122/CHILAS
پاکستان کې نن (جمعه) سهار وختي یو مساپر وړونکي بس چې د پنجاب له راولپنډۍ د ګلګت-بلتستان هنزه درې ته روان و په لار کې له ګړنګ لوېدلی دی.
دا پېښه چلاس ته نږدې په 'یشکول داس' غرییزه سیمه کې شوې ده.
د رپوټونو له مخې بس له سړک شاوخوا ۱۸۰ متره لاندې د بهېدونکي سیند څنډې ته لوېدلی دی.
د پنجاب ایالتي حکومت ویاند فیضالله فراق بيبيسي ته تایید کړې چې په دې پېښه کې لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
ښاغلي فراق زیاته کړې چې ټپیان د چلاس او شاوخوا سیمې نورو روغتونو ته رسول شوي دي.
د نوموړي په وینا پر پوځ او پولیسو سربېره ځايي اوسېدونکو دې پېښې ته رسېدو او د ټپیانو لېږدولو کې ډېره مرسته کړې.

د عکس سرچینه، RESCUE 1122/ CHILAS
دیامیر کې د ۱۱۲۲ ژغورندویه ډلې مسوول محمد شوکت بيبيسي ته ویلي، چې دوی ته دغه بس پسې بل روان موټر د پېښې خبر ورکړ.
نوموړی وايي، حادثه داسې ځای کې شوې چې د موبایل سېګنل پکې کار نه کوي.
هنزه دره د ګلګت-بلتستان شمال کې پرته ده چې د افغانستان له واخان او د چین سینکیانګ سره پوله لري.
د پاکستان لومړي وزیر پر دې پېښه خواشیني ښودلې او لارښوونه یې کړې چې ټپیانو ته دې ټول اړین روغتیايي خدمات برابر شي.
پاکستان کې مرګونې ترافیکي پېښې ډېرې کېږي.
که څه هم تر اوسه د دې تازه پېښې د لامل په اړه لا څه نه دي ویل شوي، خو پاکستان کې زاړه موټرونه، د سړکونو خرابوالی، چټک تګ او همدا راز د چلوونکو بې احتیاطي د ترافیکي پېښو ستر لاملونه بلل کېږي.
تېره میاشت د بلوچستان لسبیله سیمه کې په یوه ترافيکي پېښه کې لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي او نږدې ۴۵ نور ټپيان شوي وو.





















