کرن ډېکر طالبانو ته: ظریفه یعقوبي او ملګري یې خوشي کړئ

کرن ډېکر

د عکس سرچینه، @USAmbKabul

د خپرېدو وخت

د افغانستان لپاره د امریکا نوې شارژدافیرې کرن ډېکر کابل کې د ظریفه یعقوبي او نورو نیول شویو ملګرو د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.‌

اغلې ډېکر چې له دوحې نه خپل کار مخته وړي، پر ټویټر لیکلي چې د بشر حقونو دغه نیول شوې فعالانې باید د طالبانو د استخباراتو له بنده خوشې شي.

د طالبانو استخباراتو د روانې نومبر پر دریمه ظریفه یعقوبي او څلور نارینه همکاران یې د کابل لوېدیځ کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال ونیول.

کرن ډېکر پر ټویټر لیکلي، هغه ښځې چې خپل حقونه غواړي د افغانستان (طالبانو) لپاره کوم ګواښ نه دی،‌ خو خپلسرې نیونې په ډاډ سره د ثبات ضد عمل دی او یقیناً سوله ییز کار نه دی.

اغلې ډېر د بشر حقونو د ځانګړي راپورټر ټویټ هم خپور کړی او ورسره لیکي چې "زه هم د ظریفې یعقوبي او نورو همکارانو د خوشي کولو غوښتنه کوم".

تر اوسه طالبانو د اغلې ډېکر دې غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

له هغه راهیسې چې طالبان د تېر ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل پر ښځو یې بېلا بېل محدودیتونه وضعه کړل چې په کور د ننه او بهر له پراخ مخالفت او غبرګونونو سره مخ شول.

له هماغه راهیسې یې په ځلونو په مخالفت کې ورته اعتراضونه او لاریونونه هم شوي دي او ترې غوښتل شوي چې ښځو نه دې محدودیتونه لرې او د کار او زدکړو اجازه دې ورکړي.

خو طالبان وايي، چې ښځو ته یې اسلامي قانون سره سم ټول حقونه ورکړي دي او په دې اړه ځينو مخکېنيو لاریونونو کې یې ښځې یا له اعتراضه منع کړې او یا هم په هوايي ډزو ډار کړې او تیت و پرک کړې دي.