د طالبانو حکومت د پانګونې اسانتیا لپاره بین الوزارتي کمېټه جوړه کړې

افغانستان

د عکس سرچینه، ARG

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د پانګونې بین الوزارتي کمېټه جوړه کړه.

طالب چارواکي وايي دا کمېټه د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د ځانګړې فرمان له مخې جوړه شوې چې موخه یې د پانګونې برخه کې د اسانتیاوو رامنځ ته کول او په ادارو کې د بیروکراسۍ ختمول ده.

طالب چارواکي وايي دغه بین الوزارتي کمېټه به د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني بردار په مشرۍ د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې فعالیت کوي او په فعالیتونو کې یې د پانګونې لپاره د طرحو طی مراحل، د پانګونې د بهیر چټکتیا او راوڼوالی رامنځ ته کول شامل دي.

دې کمېټې د اړوندو وزارت د استازو په ګډون خپله لومړنۍ غونډه کې پرېکړه وکړه چې اړوند وزارتونه به د کمېټې د کړنلارې د لا ښه کېدو په موخه خپل نظرونه په دریو ورځو کې په لیکلې بڼه د یادې کمېټې له دارالانشاء سره شریکوي چې له مخې یې یوه هر اړخیزه کړنلاره جوړه او د تایید لپاره اقتصادي کمېسیون ته واستول شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

یوه ستونزه چې افغان پانګوال او سوداګر ورسره مخامخ دي هغه د سویفټ بانکي سیستم بې برخېوالی دی ځکه نو افغان پانګوال نه شي کولای چې د نړیوالو بانکونو له لارې پیسې انتقال کړي. طالب چارواکي وايي چې واک ته له رسېدو راهیسې یې یو لړ اقتصادي پروژې پیل کړي چې ګڼ شمېر افغانانو ته په کې د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

د بین الورازتي کمېټې مشر مولوي ذبیح الله ناصر هم د کمېټې په لومړنۍ ناسته کې همدا خبره وکړه او په وینا یې د اقتصادي پروژو پايلې ښې وې.

خو له دې سره سره ګڼ شمېر افغانان له بې روزګارۍ سرټکوي.

ډېر افغانان په تېره بیا ځوانان په هېواد د کاري فرصتونو د کمښت له امله ناهیلي شي ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته د کار په لټون مخه کوي او هلته د لږو پیسو په بدل کې اوږده ساعتونه کار کوي.

خو اوس داسې ښکاري چې افغانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره طالب چارواکو خپلې هڅې ډېرې کړي دي.

افغانستان

د عکس سرچینه، @FDPM_AFG

د عکس تشریح، امریکايي پانګوالو له ملا عبدالغني برادر سره کتلي وو

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکايي پانګوالو یوه پلاوي په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه له طالب چارواکو او پانګوالو سره غونډه وکړه او پانګونې ته یې لیوالیتا وښوده.

د امریکايي پانګوالو پلاوي ژمنه وکړه چې امریکايي پانګوال به افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي چې ورسره به پام وړ شمېر افغانانو ته کاري فرصتونه برابر شي.

تر دې وړاندې بیا په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د کانونو او پټرولم وزارت له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د څه باندې شپږ نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت د اوو لویو کانونو د ایستلو او پروسیس تړونونه لاسلیک کړل چې د چارواکو په خبره لسګونو زرو افغانانو ته به کاري فرصت ورسره برابر شي.