د امریکايي پانګوالو یوه ډله کابل ته تللې، طالبان وايي " پانګونې ته لېواله دي"

د عکس سرچینه، @FDPM_AFG
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د طالبانو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې امریکايي پانګوالو له ملا عبدالغني برادر، سوداګرۍ خونې له چارواکو او افغان سوداګرو سره په غونډه کې چې نن په کابل کې جوړه شوې وه افغانستان کې پانګونې ته لیوالیتا څرګنده کړه.
دا غونډه په دوبۍ کې د افغان سوداګرو د شورا په نوښت جوړه شوې وه.
دا پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لومړی ځل دی چې د افغان امریکايي سوداګریزې خونې په چوکاټ کې امریکايي پانګوال د پانګونې په موخه له چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر کوي.
کابل ته د امریکايي پانګوالو په ورغلي پلاوي کې د افغان امریکايي سوداګریزې خونې مشر جیفري کریکو، د قیمتي ډبرو کارپوه او سوداګر ارتور ګروم، دوه امریکايي ښځینه پانګوالې او یو شمېر نور افغاني الاصله امریکايي سوداګر شامل دي. د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني امریکايي پانګوالو ته د پانګونې په برخه کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی.

د عکس سرچینه، @FDPM_AFG
دغه راز د افغان امریکایي سوداګریزې خونې مشر جیفری کریکو وویل افغانستان کې یې د جمهوریت پرمهال هم امریکایي پانګوال د پانګونې په موخه افغانستان ته رابللي وو خو په وینا یې په نظام کې د پراخ فساد له امله بیرته ناهیلي لاړل. هغه اوس مهال په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې شته فرصتونو په اړه خوښي څرګنده کړې او ویې ویل چې د اداري فساد جرړې تر ډېره ایستل شوې ځکه نو غواړي چې امریکایی پانګوال په افغانستان کې د کانونو د ایستنې په برخه کې پانګونې ته راوبلي، خو ښاغلي کریکو د پانګونې پر خوندیتوب او امنیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه.
" موږ سوداګر په افغانستان کې د امنیت په شتون کې د پانګونې ملاتړ کوو، چې تر ډېره امنیت ټینګ دی، خو که موږ په افغانستان کې پر زیربناوو پانګونه کوو ښايي ځینې ډلې وغواړي چې زموږ پانګونې ته زیان ورسوي، ځکه نو موږ د اسلامي امارت نه غواړو چې زموږ د پانګونې د خوندیتوب لپاره خپل رول ولوبوي، زه په خپل دې سفر کې باوري شوم چې افغان چارواکي غواړي چې موږ سره په دې برخه کې مرسته وکړي."
ښاغلي جیفري ونه ویل چې کله او په کومه کچه به امریکايي پانګوال په افغانستان کې پانګونه وکړي خو په وینا یې په دې برخه کې به له افغان چارواکو او پانګوالو سره په ګډه کار کوي. هغه دغه راز د افغانستان د ډبرو سکرو کیفت لوړ وباله او له افغان چارواکو نه یې غوښتنه وکړه چې د صادرولو پرځای یې د برېښنا د تولید لپاره وکاروي. ښاغلي کریکو افغان صنعتکاران وهڅول چې امریکايي پرمختللي ماشینونه له هر ډول محدودیتونو پرته افغانستان ته وارد کړي.

د عکس سرچینه، @FDPM_AFG
دغه راز په دوبۍ کې د افغان سوداګرو د شورا مشر حاجي عبیدالله صدرخیل وویل په امریکا کې ځینې کړۍ هڅه کوي چې امریکايي پانګوال په افغانستان کې له پانګونې لاس په سر کړي او په وینا یې له اته میاشتو هلو ځلو وروسته وتوانید چې دغې غونډې ته زمینه برابره کړي.
د امریکايي پانګوالو، افغان چارواکو او افغان پانګوالو په غونډه کې د افغانستان د صنایعو او معادنو خونې عمومي رییس الحاج شیرباز کمین زاده په افغانستان کې پانګونې ته زمینه برابره وبلله او زیاته یې کړه چې اوس مهال ۳۵ زره ښځې د افغانستان په صنایعو کې په کار بوختې دي خو د افغانستان نا ريښتنی انځور نړۍ ته وړاندې کېږي.

د عکس سرچینه، @FDPM_AFG
د یادونې دا چې نننۍ غونډې څو ورځې وروسته له هغه ترسره شوه چې په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د کانونو او پټرولم وزارت له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د څه باندې شپږ نیم ملیاردو ډالرو په ارزښت په هېواد کې د اوو لویو کانونو د ایستلو او پروسیس تړونونه لاسلیک کړل.
په دې کې د سرو زرو، میس عینک دویم، د سرب او جست او د اوسپنې کانونه شامل دي چې په ایستنې او پروسیس کې به یې د چارواکو په خبره لسګونو زرو افغانانو ته کاري فرصت برابر شي.
ښاغلي برادر د نننۍ غونډې ګډونوالو ته وویل چې د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره مشورتي اقتصادي بورډ جوړېدونکی دی او ترڅنګ یې د افغانستان ملي اقتصادي تګلاره هم جوړېږي چې له جوړیدو سره به یې اقتصادي ستونزې هوارې شي.
د هغه په وینا له دې تګلارې سره به د پنځو کلونو په موده کې په افغانستان کې بې وزلې کمه شي او افغانستان به د سیمه ییزې سوداګرۍ په مرکز بدل شي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته ګڼ شمېر افغانان له بې روزګارۍ سرټکوي او ګڼ شمېر یې د کار روزګار په لټون ګاونډیو او نورو هېوادونو ته ځي.





















